fbpx

دشر پېژندل

salat_afghaniذكر الناس رجلا عند عمر رضي الله عنه، وأثنوا عليه خيرا فقالوا : إنه لا يعرف الشر أبدا.
فقال عمر :ذاك أجدر أن يقع فيه . (البيان والتبيين للجاحظ)
دعمر رضي الله تعالی عنه په مخ کي دیوه سړي يادونه  وشوه او پدې وستایل شو چي هغه شر هېڅ نه پېژني عمر رضي الله تعالی عنه وفرمایل: دا سړی ددې وړ دی چي په شر کي را ښکېل شي.

د شر او شر پسندو انسانانو پېژندل ، دشر دکړنلارو ، منابعو، وتنځایو او دشر د دسېسو لوڅول، دشر دپلان جوړوونکیو او طراحینو پېژندل او له شر څخه دخلاصون دلارو او چارو جوته کول يوه داسي مسأله ده چي هرهغه څوک باید تر نورو دمخه ځانونه ورباندي پوه او خبر کړي څوک چي د مبارزې او دعوت په ډګر ونوکي کار کوي ترڅو وکولای شي ددښمن توطيې او فرېبونه وپېژني او شنډ يې کړي، او دښمنانو ته ددې وخت ورنکړي چي هغوی ددعوت او مبارزې لارویان  په خپلو لوڅو اوپټو لومو کي ښکېل کړي، او بيا چي څرنګه هغوی وغواړي ويې کاروي اوچي کله ورڅخه خپل کار واخلي بيايې له ساحې څخه لېري اويا يې له مېنځه يوسي . ځکه خوهرمسلمان ته په کار ده چي دعمر فاروق غوندي ځېرک شي چي هغه د ځان په هکله وايي :
لست بالخبّ ، ولا الخبّ يخدعني (ابن أبي الدنيا)
نه خو پخپله فسادي غولونکی يم اونه مي کوم فسادي غولوونکی تېر اېستلای شي .
ځیني کسان دشرافت او ښه سړیتوب چپه معنا آخلي هغه داچي لکه دعمر رضي الله تعالی عنه دمحفل ګډون کوونکیو چي يو سړی پدې ستايلو چي هېڅ په شر باندي خبر نه دی، هغوی داسي فکر کوي چي ښه سړیتوب دېته وايي چي يوڅوک په شر او دشر په لارو او چارو نه پوهېږي، داډول انسان بېشکه ډېر ژر دشر او فساد په لومه کي ښکېل او ورباندي اخته کېږي څوک چي دشر پسندو په فریبونو او دهغوی د غولولو په طریقو خبر نه وي ، دېته ښه سړیتوب او شرافت نه بلکه  سادګي، غفلت او بېوسي وايي کوم چي لرونکی انسان  يې بې له دې چي ورته معلوم شي چي له کومه لوري را اېسار شوی دغولېدني او تېروتني ښکېل کېږي په تېره بيا هغه څوک چي ددعوت، مبارزې او جهاد په ډګر کي په خدمت بوخت وي  چي بالآخره خپلي عقیدې او ولس ته د خدمت په ځای دداعیونو او مبارزینو په قطار کي دناسور يوه داسي دانه جوړه شي چي ټولنه اوولسونه په ستره بدمرغي اخته کړي .
قال عمر رضي الله عنه لتنقضن عرى الإسلام عروة عروة ، إذا نشأ في الإسلام من لا يعرف الجاهلية. (منهاج السنة النبوية للإمام ابن تيمية وابن القيم في الفوائد)
عمر رضي الله تعالى عنه فرمايي : هرو مرو به داسلام رسۍ به هغه وخت تار تار وشلېږي کله چي په اسلام کي داسي څوک راپیداشي چي په جاهلیت (دشر په منابعو، وسایلو اودشر دمخنیوي په لارو او چارو) خبر نه وي .
يقول حذيفة بن اليمان كاتم سر رسول الله صلى الله عليه وسلم :كان الناس يسألون رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الخير ، وكنت أساله عن الشر مخافة أن أقع فيه (متفق عليه)
حذیفة بن الیمان د رسول الله صلی الله عليه وسلم دراز ساتونکی فرمايي : نورو به له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دخیر د لارو او چارو پوښتنه کوله خو ما به ورڅخه ددې په خاطر د شر پوښتني کولې چي وېرېدم پکي ښکېل نشم .
يو پوهاند شاعر وايي :
عرفت الشر لا للشرلكن لتوقّيه                                       ومن لم يعرف الخير من الشر يقع فيه
زه په شرباندي ددې لپاره  ځان نه پوهوم چي خوښېږي مي بلکه ددې لپاره چي ځان ورڅخه وژغورم او څوک چي دخیر او شر  په توپېرونو خبر نه وي پکي ښکېل کېږي .
عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه فرمايي :
ليس العاقل الذي يعرف الخير من الشر ، ولكنه  الذي يعرف خير الشرين (الإشراف في منازل الأشراف)
هغه سړی هوښیار نه ګڼل کېږي چي دخیر او شر توپېر وکړي بلکه هوښیار هغه څوک دی چي په دوو شرونو کي غوره شر انتخاب کړي.
امام ابن القيم رحمه الله دشر پوهنه او پېژندل دمسلمان له اساسي خوبونو څخه شمېري فرمايي :
وهذا حال المؤمن ، يكون فطنا حاذقا أعرف الناس بالشر وأبعدهم منه، إذا تكلم في الشر وأسبابه ظننته من شر الناس، فإذا خالطته وعرفت طويته، رأيته من أبر الناس ، والمقصود أن من بلي بالآفات صار من أعرف الناس بطرقها ، وأمكنه أن يسدها على نفسه وعلى من استنصحه من الناس ، ومن لم يستنصحه (مفتاح دار السعادة)
مسلمان همداسي زېرک او پوه وي ، ترهرچا زیات په شر باندي خبر وي او تر هرچا ورڅخه لېري وي کله چي دشر او دشر دعواملو په هکله خبري کوي  ته به داسي فکر کوې چي په ټولو کي به بد سړی هم دا وي، خو کله چي دي ورسره سروکار شي او خويونه يې درته معلوم او په مزاج يې پوه شې ترهرچا به زيات ښه سړی وي، زمونږ مقصد دادی څوک چي له زیاتو ازمېيښتونو سره لاس او ګرېوان شي بيا يې تر هرچا زيات په لارو او چارو خبر وي او کولای شي هم خپل ځان ورڅخه وساتي او هم نورو ته چي کله ورسره مشوره وکړي او يایې مشوره نوي کړي ګټوره لارښوونه کولای شي او له شر څخه دنجات لاري ښودلای شي .
که مونږ له دې عاقلانه تګلاري څخه بشپړه ونډه ولرو بيا چي کله دکومو سترو اهدافودتحقق لپاره ددعوت او مبارزې ډګر ته داخلېږو ددښمن دهرډول فرېبونو او توطیو په وړاندي به له بشپړ توان او ځواک څخه برخمن يو بيا مو نه څوک غولولای او نه به مو ارادې لوټ کولای شي . اوکه دښه سړیتوب او شرافت تر نامه لاندي ساده ګان نېکان جوړ شو نو بيا به ډېر ژر غولېږو او ددښمنانو په لومو کي به ښکېل کېږو او ددې په ځای چي دسترو اهدافو دخدمت لپاره مصدر جوړشو  په ناخبري که به ددښمن په ګټه به تر هغه وخته پوري کار رانه اخېستل کېږي ترڅو چي دهغوی دچپی استفادې اهلیت ولرو او چي کله کار رانه واخېستل شي ژر به مو له صحنې په شا او یا له مېنځه وړي ځکه مونږ به دهغوی دبشپړ واک په لومه کي لا له وړاندي پرېوتي يو.
ځکه خو دشر په او فساد په لومه کي ښکېل کېدل ستره ناپوهي او غولېدل ستره بېوسي او ناکامي ده ، دشر او فساد دمنابعو معلومول ددښمن دلومو پېژندل او دهغوی په سنجول شویو ژورو پلانونو دځان او نورو لارويانو خبرول زمونږ لومړنۍ اخلاقي او مبارزوي دنده ده ترڅو له دې پوهني څخه دخپلو اهدافو په لاسته راوړلو کي مثبته ګټه واخلو او یا دهغوی توطيې ددوی په ضد دخپلي قضيې دګټلو لپاره وکاروو .

مونږ کولای شو دتېر او ژوندي تاریخ په بېلابېلو مراحلو کي دنورو له تجربو او افکارو څخه پدې لړ کي ګټه واخلو وګورو چي په نړۍ کي څه پېښېږي او دښمنانو مو په بېلابېلو سېمو کي څه پلانونه کارولي، کوم يې اغېزمن او کوم يې شنډ شوي او څه ډول کولای شو ورسره په عاقلانه توګه چلند وکړو . وګورو دنړۍ په لر اوبر کي هغه ملتونه او پرګنې چي دبري پړاو ته رسېدلي او خپل هويت يې ساتلی دی کومي تګلاري يې کارولي او څه ډول يې ددښمنانو توطيې بربنډي اوشنډي کړي او څه ډول يې دشر انګېزو ځواکونو وسایل بېرته ددوی په له مېنځه وړلو کي کارولي دي .

(د أبوخلیل قدوسي لیکنه)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د