نړۍ

برتانیه د هلمند په اړه لیکل شوی کتاب خپریدو ته نه پریږدي

د برتانیې د دفاع وزارت په هغه مستند کتاب باندې بندیز لګولی، چې یو برتانیوي پوځي په هلمند کې د خپل پوځي ماموریت پر مهال د راغونډو کړو معلوماتو پر اساس لیکلی.

په راپور کې جالبه دا ده چې په لومړی سر کې پخپله د دفاع وزارت “جګتورن مایک مارټین” ته دنده سپارلې وه چې له اکسفورډ پوهنتون څخه د دکتورا د اخیستلو رساله (مونوګرام) په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو د وضعیت څیړنې او تحلیل ته ځانګړې کړي.

ډاکټر مایک مارټین په خپل کتاب کې د برتانیې په پوځ او استخباراتو نیوکې کړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ماهیت په اړه بشپړ معلومات نه لري.

ټاکل شوې وه چې کتاب د تیرې سه شنبې په ورځ چاپ او خپور شي، خو د برتانیې د دفاع وزارت د حکومتي اسرارو د افشا کیدلو پر دلیل د کتاب نشر او خپریدل ځنډولي دي.

د دفاع وزارت له پریکړې څخه وروسته ډاکټر مارټین په خپلو څرګندونو کې وویل:

“دوی ما مجبوروي چې استعفا ورکړم، ما د یو رغوونکي ناقد په حیث وظیفه ترسره کوله، زه په دې یقین لرم چې زمونږ پوځ اصلاحاتو ته ضرورت لري”.

نوموړي د برتانیې د دفاع په وزارت بار بار نیوکه وکړه چې له خپلو تیروتنو څخه د عبرت اخیستنې پرځای، د نامه او شهرت ساتنې ته ډیر ارزښت ورکوي.

د ډاکټر مارټین کتاب چې (یوه کورنۍ جګړه، د هلمند د جنګ شفاهي تاریخ) نومیږي، د شوروي اشغال له وخته څخه په دې ولایت کې د جګړې په مستند تاریخ بناء دی.

martin villager

خو د حکومتي سطحې نه علاوه په پوځ کې یو شمیر لوړپوړيو چارواکو د ډاکټر مارټین ستايلی دی.

تورن جنرال (انډریو کینټ) چې د ډاکټر مارټین د غونډ قومندان پاتې شوی، وايي:

“زه فکر کوم چې نوموړي د دغه کتاب له لارې پوځ ته یو ستر خدمت ترسره کړی”.

همداراز د کارګرو د دفاع د ګوند ویاند کیفن جونز وايي:

“د دفاع وزیر فلیپ هامنډ د خودخواهۍ لیونتوب دومره زیات دی چې اوس په کتابونو هم بندیز لګوي، او دا له توقع خلاف یو عمل دی”.

جنرال ډیویډ ریچارډ، چې په ۲۰۰۶- ۲۰۰۷ کلونو کې په افغانستان کې د ایساف د عمومي قمندان په توګه دنده ترسره کړې، د کتاب د ارزښت په اړه وايي:

“زه ارمان کوم چې کاشکې مې دا کتاب هغه مهال لوستلی وای چې په افغانستان کې د ایساف قمندان وم”.

د یادونې وړ ده چې درې کاله وړاندې د برتانیې د دفاع وزارت لخوا مایک مارټین ته دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د دغه هیواد د پوځي ښکیلتیا په موضوع یوه مستند او څیړنیز تحقیق وکړي. بالآخره نوموړي د برتانیې د دفاع وزارت په مالي مرستې د ۲۰۱۳په فبروري کې دکتورا واخیسته، او پوځي چارواکو ته ئې وویل چې هوډ لري د دکتورا دغه څیړنیز بحث د کتاب په بڼه خپور کړي ترڅو د پوځ د استفادې وړ وګرځي.

د دفاع وزارت د رسالې محتوی تر غور لاندې ونیوله او ۱۴ میاشتې وروسته ئې ډاکټر مارټین ته ځواب ورکړ چې کتاب نه شي چاپولای.

matrin 3

د ډاکټر مارټین په اند د دفاع وزارت کوښښ کوي چې برتانیه او د امریکا ایتلافي هیوادونه بدنام نه شي.

ډاکټر مارټین په کتاب کې ټینګار کړی چې د ناټو او ایساف قواوې ځکه په افغانستان کې ناکامې دي، چې تراوسه ئې دا نه ده درک کړې چې دوی د طالبانو پر خلاف نه جنګیږي، بلکې په یوې قومي کورنۍ جګړې کې ښکیل دي.

په کتاب کې داسې پیښو ته اشاره شوې چې په کې له برتانوي ځواکونو څخه د افغانانو په خپلمنځي او قومي شخړو کې د یو او بل پر خلاف استفاده شوې.

د کتاب لیکوال وايي چې په هلمند کې سیمه ایزو جنګسالارانو او سیاست مدارانو له برتانویانو څخه د خپلو شخصي تربګنیو په غځولو کې ګټه اخیستې، او همدا سبب دی چې برتانویان نه پوهیږي چې دوی د چا په خلاف او د چا په نیابت په جګړه اخته دي:

“د مثال په توګه، په ۲۰۰۸ کال کې د نادعلي ولسوال له برتانوي پوځ څخه وغوښتل چې طالبان له شین کلي څخه وباسي، خو هغه کسان چې دوی طالبان بلل سیمه ییز خلک وه کوم چې په سیمه کې د پولیسو د بداخلاقۍ او غلاوو پرضد راپورته شوي وه”.

ډاکټر مارټین زیاتوي:

“له بده مرغه، برتانوي پوځیان د ۲۰ تنو افغان پولیسو په ملتیا سیمې ته ورسیدل، وروسته مونږ ته معلومه شوه چې ولسوال د هغې قبیلې سړی وه کوم ته چې یاد پولیس منسوب ول، برسیره پردې، په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د کمونستانو په وخت کې همدا ولسوال ددې ځای د امنیې قمندان وه چې هغه مهال خلکو له سیمې څخه شړلی وه، نو قمندان له هغه وخته څخه د دې سیمې له خلکو سره دښمني پاللـه”.

نوموړی وايي:

“برتانويانو د جګړې په رابطه ډیر ساده فکر کاوه، داسې فکر چې د جګړې په رابطه د هلمندیانو له فکر څخه ډیر مختلف وه، مونږ کړکیچ د بهترۍ پر ځای لا پسې مردار کړی دی”.

britains

“ډاکټر مارټین زیاتوي:

“مونږ اکثره وخت د دې پرځای چې جګړه په سالم لوري بوځو، نوره مو هم پسې خرابه کړې. دا زمونږ د هغې ناپوهۍ نتیجه ده چې هلمندیانو ترې په استفادې مونږ تیرایستلي یو”.

د کتاب لیکوال د ناسمو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د کلیو بمبارولو ته هم اشاره کوي او وايي:

” بعضي وخت به د طالبانو کلي د هغو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بمباریدل چې افغان پولیسو به برتانوي پوځیانو، یا د هلمندیانو په وینا انګریزانو، ته په دې مقصد ورکول، ترڅو په قومي شخړو کې له خپل حریف څخه غچ او انتقام واخلي”.

د کتاب لیکوال همدا راز وايي چې کله به برتانوي ځواکونو د کوکنارو د له منځه وړلو په کمپاین کې شرکت کاوه، دوی به کتل چې هغو بزګرو چې له پولیسو سره ئې لار درلوده برتانوي ځواکونه به ئې د خپلو رقیبانو په پټیو او حاصلاتو وربرابرول.

په کتاب کې له سیمه ایزو قومونو سره د امریکايي او برتانوي قومندانانو په چال چلند هم نیوکې شوي.

ډاکټر مارټین چې په روانه پښتو ژبه خبرې کوي، له ۱۵۰ کسانو سره ئې د مرکو او خبرو اترو پر بنسټ دغه کتاب ترتیب کړی.

نوموړی، او د کتاب خپرندویه ټولنه هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې په کتاب کې پټ استخباراتي اسرار افشا شوي دي.

د کتاب د خپرندویې ټولنې مشر (مایکل دوایر) وايي:

“زه نه پوهیږم چې ولې د دفاع وزارت د دغه کتاب مخالفت کوي، هغوی وايي چې په کتاب کې داسې محرم توکي شته چې ویکیلیکس ترې استفاده کولای شي، خو کله چې ترې مونږ د محرمو توکو په اړه وضاحت وغواړو نو ځواب نه راکوي. زما په اند خبره د محرمو اسنادو نه، بلکې د ډار او ویرې ده”.

ډاکټر مارټین ټینګار کوي چې په داسې حال کې چې برتانیه له افغانستان څخه د خپل پوځي حضور په راغونډولو بوخته ده، باید له هغې جګړې څخه پند او عبرت واخلي کوم چې ئې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د سقوط په موخه پیل کړې.

کله چې د ۲۰۰۶ کال په می میاشت کې برتانوي پوځیان هلمند ته ولیږل شول، د دغه هیواد اوسني لوی درستیز (جنرال نایک هاوټن) او پخواني لوی درستیز جنرال (ډیویډ ریچارډ) د هغو کسانو په سر کې وو چې دغه کار ئې د انګلستان یوه لویه تیروتنه بللې وه.

ډاکټر مارټین په خپل کتاب کې بار بار یادونه کړې چې، نه هم امریکا او نه د امریکا ایتلافي هیوادونو د افغانستان پیچلی سیاسي وضعیت درک کړی، او په وینا ئې همدا ناپوهي د داسې خطرناکو تیروتنو او ناسمو قضاوتونو لامل ګرځیدلي، چې دا جګړه ئې له بدو بدتره کړه.

martin 4

یو برتانوي څیړونکي او ژورنالیست (ماټ کار) په خپله یوه مقاله کې د ډاکټر مارټن د کتاب په اړه وايي:

“مایک مارټن، زمونږ د سیاسي او پوځي چارواکو برعکس، د افغان جګړې اصلي بڼه ښکاره کړه، کوم چې غواړي مونږ ته دا جګړه په بل شکل انځور کړي، هغه انځور چې مایک مارټن ئې د افغان جګړې په اړه وړاندې کوي ډیر ویروونکی او اریانوونکی دی”.

نوموړی زیاتوي:

“هغه دقیق معلومات، یا د پوځ په وینا دردوونکي تفصیلات، چې مارک مارټن ترې پرده پورته کړې، دا په ګوته کوي چې برتانوي سیاست مداران او پوځي افسران په دې اړه ډیر لنډ فکر کوي چې دوی په هلمند کې څه کول، او په پوره حماقت او ناپوهۍ سره ئې جګړه روانه کړې وه”.

لیکوال او ژورنالیست ماټ کار وايي:

“پوځ باید د هغه دښمن په خوی او خاصیت پوره بلد وي چې ورسره جنګیږي. که د مارټین څیړنه سمه وي برتانوي پوځیانو خپل هغه دښمن په سمه توګه نه دی پیژندلی چې په افغانستان کې ورسره په جګړه اخته دي”.

مارټ کار په پای کې وايي:

“او دا هغه اساسي محرم راز دی چې د برتانیې حکومت ئې د دې کتاب په مخنیوي سره، له ولس څخه د پټولو هڅه کوي”.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x