fbpx

د نړۍ ۱۰ لوړ پوړيزې ودانۍ

محمد اصف سهار

تاسو به د نړۍ د ډېرو لوړ پوړيزو ودانيو په اړه اورېدلې وي، چې يو وخت د دغه لوړ پوړيزو ودانيو لومړۍ درجه امريکا هيواد ګڼل کېدله خو په دې وروستيو کې د نړۍ د پرمختګ له امله د لوړ پوړيزو ودانيو لومړيتوب نورو هيوادونو هم ترلاسه کړی چې په هغې کې ماليزيا، چين او متحده عربي امارت هم راځي، راځئ د نړۍ د لسو لوړ پوړيزو ودانيو څخه ځان خبر کړو.

۱: برج الخليفه:

برج الخليفه چې په متحده عربي اماراتو کې واقع ده په اوسني وخت کې د نړۍ تر ټولو لوړ برج دی چې ۲۷۱۶ فټه لوړ والی لري.

۲: د چین د شنګهايي لوړ پوړيز

د چين په شنګهايي ښار کې هم يوه لوړ پوړيزه ودانۍ شته چې ۲۰۷۳ فټه لوړ والی لري چې د نړۍ دوهمه لوړ پوړيزه ودانۍ ګڼل کيږي.

۳: ابراج البيت

دا د سعودي عربستان په مکه مکرمه ښار کې موقعيت لري چې د نړۍ دريمه هسکه ودانۍ ده چې ۱۹۷۱ فټه لوړ والی لري.

۴: پينګ نړيوال سوداګريز مرکز

دا د نړۍ څلورمه درجه لوړ پوړيزه ودانۍ ده چې په چين کې واقع ده چې لوړ والی يې ۱۹۶۵ فټه دی، او دا په چين کې دوهمه لويه ودانۍ ده چې د نړۍ په لومړيو لسو لوړ پوړيزو ودانيو کې راځي.

۵: ورلډ ټريډ سنټر

دا د امريکا د متحده ايالاتو په نيويارک ښار کې موقعيت لري چې د ۱۷۷۶ فټه لوړوالي په درلودلو سره د نړۍ د پنځمې لوړې ودانۍ په توګه شهرت لري، ددغې ودانۍ يو بله ځانګړتيا داده چې ددغې ودانۍ د ارتفاع اندازه چې ۱۷۷۶ فټه کيږي همدغه ميلادي کال د امريکا د ازاداۍ د ترلاسه کولو له کال سره هم برابره ده.

۶: CTF سوداګريز مرکز

دغه لوړ پوړيزه ودانۍ هم د چين په ګوانګ زو ښار کې موقعيت لري چې د نړۍ شپږمه درجه لوړپوړيزه ودانۍ ده چې لوړ والی يې ۱۷۳۹ فټه دی.

۷: تايي پايي ۱۰۱

تايي پايي ۱۰۱ د نړۍ اوومه لوړ پوړيزه ودانۍ ده چې په هانګ کانګ کې موقعيت لري او ۱۶۷۱فټه لوړ والی لري.

۸: انټر نيشل کامرس سنټر

انټرنيشل کامرس سنټر هم په هانګ کانګ کې موقعيت لري چې د د ۱۵۸۸ فټه ارتفاع په درلودلو سره د نړۍ اتمه لوړ پوړيزه ودانۍ ده.

۹: پيټروناس ټوين ټاور

دا ۱۴۸۳ فټه لوړ پوړيزه ودانۍ چې په ماليزيا کې موقعيت لري د نړۍ نهمه لوړ پوړيزه ودانۍ ده، چې د ماليزيا په کولالمپور ښار کې موقعيت لري.

۱۰: زيفينګ ټاور:

زيفينګ ټاور چې د چين په هيواد کې موقعيت لري د نړۍ لسمه لوړ پوړيزه ودانۍ ده چې د ۱۴۷۶ فټه ارتفاع په درلودلو سره لسم مقام لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د