نادري ناولده

۱۲ کلنه انجلۍ او ۱۳ کلن هلک؛ د برتانیا په تاریخ کې تر ټولو کم عمره مور او پلار

نن ټکی آسیا: برتانیه کې د ابتدايي مکتب دوه زده کوونکي ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو کم عمر «مور و پلار» شول. ددغه ماشوم پلار ۱۳ کلن او مور د ۱۲ کلونو او ۳ میاشتو په عمر ده.

د برتیانيې د (دې سن) نومې ورځپاڼې له قوله دغه دواړه (هلک او انجلۍ) نن د /اپریل ۱۶مه/ بچی زیږولی.  دوی  وايي چې هيڅ نه شرمیږي او په دې افتخار کوي چې د برتانیا به تاریخ کې تر ټولو کم عمره مور او پلار دي.

دوی دواړو په یوه مکتب کې زده کړې کولې او له تېر یو کال راهیسې سره ملګري وه. دغې ورځپاڼې لیکلي چې د ځينو قانوني ستونزو له امله یې ددغو دواړو نوم نه دی ښکاره کړی خو د لندن ښار په شمال کې اوسیږي. ددوی بچی شاوخوا ۷ کیلو دی او ښه صحت مند دی.  

د انجلۍ مور ۲۷ کلنه ده او دا هم ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ځوانه او کم عمره «نیا» ده.

د انجلۍ مور او پلار وايي چې دوی اوس غواړي د دواړو واده وکړي خو ددغه هېواد په قانون کې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره کس واده نشي کولای، خو کولای شي چې انجلۍ او هلک سره ملګرتیا وکړي او په یو کور کې سره ژوند وکړي او د یو بل سره جنسي اړیکي ونیسي.  په برتانیا کې د خلکو اخلاقي کچه بیخي پریوتې ده.

په ۲۰۰۶ کې په برتانیا کې یوې انجلۍ د ۱۲ کلونو او ۸ میاشتو په عمر  مور شوه چې هغه مهال ددغه هېواد تر ټولو کم عمره مور وه.

د نړۍ تر ټولو کم عمره مور  (لینا میډنا) ده چې په ۱۹۳۹ز کال کې د ۵ کلونو او ۷ میاشتو په عمر د بچي مور شوه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x