د مارغانو په څېر توکل

الهام خراساني

د عمر رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي که چيرې تاسو پر الله تعالی ریښتونۍ او حق توکل کولی؛ نو تاسو ته به همداسې روزي درکول کیدله لکه څرنګه چې مرغانو ته ورکوي چې سهار اوږي له خپلې جالې څخه الوزي او ماښام بیرته ماړه راځي.
” ترمذي ”

بل روایت د ابو هریره رضی الله عنه کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: جنت به هغه خلک ځي چې زړونه یې د مارغانو د زړونو په څیر وي.

” علامه نووي رحمه الله ددې حدیث دوه مطلبونه بیانوي:

لومړی: هغوی په الله تعالی داسې اعتماد او توکل کونکي وي لکه څرنګه مارغان پر الله تعالی توکل کوي یعنې سهار له خپلو جالو څخه وږي روانیږي او ماښام بیرته مړي راځي خو دوی سره د سبا ورځي لپاره جمع کولو فکر نه وي.

دویم مطلب: زړونه یې داسې نرم وي لکه د مارغانو تل یې د الله تعالی ویره په زړه کې وي او د غلبي له امله یې زړونه نرم وي. روضة المتقین.