نړۍ

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس نن پاکستان ته رسیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس نن په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسیږي.

نوموړی تېره ورځ یکشنبه کویت ته ورسید او هلته یې د پوځي او دولتي جګپوړو چارواکو سره ولیدل او د هغه تر مخه مصر او اردون ته هم تللی و.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه به افغانستان ته هم راسي او کنه، ځکه تر اوسه یې رسمي اعلان نه دی کړی خو څو ځله مخکې هم داسي شوي چې د سیمې هیوادونو ته د ورتګ وروسته په ناڅاپي توګه افغانستان ته هم راشي.

نوموړی چې تېر ځل په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی وو، طالبانو د کابل پر هوايي ډګر ۵۰ راکټونه ویشتلي وه چې له امله یې نوموړي او الوتکې ته یې تاوان نه وو رسیدلی خو دا بحث را پورته شو چې طالبان څرنګه د هغه په راتګ خبر شول او څرنګه یې هغه وخت د کابل هوايي ډګر په نښه کړ کله چې د امریکا د دفاع وزیر الوتکه را ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x