fbpx

اعليحضرت احمدشاه بابا رحمة الله عليه ته

عبدالمالک همت

د خوشال خټک ارمان دي کړ تر سره قهرمان وې
د غليم په مقابل کي د ميرويس پر لار روان وې

شير سرخ لويه جرګه کي په يوه آواز لويانو
درپه غاړه کړله تاته مشري د افغانانو

تاقايمه وافغان ته يوه لويه پاچهي کړه
ښه خوندي دي زموږ مېنه له منګولو د پردي کړه

ته رښتيا چي ستر پښتون وې، ستا کارونه پښتني وه
ستا په کار کي کرامت وو، ستا خويونه د ولي وه

له آمو تر اباسينه که څه لر وو، که څه بر وو
له مشهده تر اټکه که وه سمه او که غر وو

پېژندلې دغه سيمي تا هيواد د افغانانو
تا ژوندی کړ په آسيا کي نوم نښان د آريايانو

ستا وطن ستا معشوقه وه ته پر خپل وطن مين وې
ملاتړلی سپاهي وې او د هر ډګر سوبمن وې

هيڅ دي وېره له چا نه وه، ته د سيمي لوی ټولواک وې
په جګړه کي له رقيب سره زمری غوندي بې باک وې

لاس دي بر پر رقيبانو تل به هند ته په جګړه تلې
چي دي هند نيوی په توره بيا ايران ته دوباره تلې

دادي خيال وو چي کړې خپلي د ايران معشوقې ډېری
هم نه وي ستا له مېړاني تماشې د ترکو هيري

ستر پاچا د افغانانو، لوی تولواک او ستر واکمن وې
تل بری وو ستا په برخه پر دښمن دي بری من وې

د دولت په اداره کي يو عجبه مدبر وې
د سياست په هر ډګر کي د خپل وخت لوی مخور وې

مدبروې، ژبور وې، ستر پوهاند او سترګور وې
ستر اديب او ادبپال وې، سخن سنج او سخنور وې

تا شعرونه به ويله په پښتو او په فارسي کي
کله کله به ويله تا اشعار په عربي کي

کتابونه دي ليکلي په تاريخ او په ادب کي
رسالې دي هم ليکلي تصوف، عرفان د رب کي

ستا په امر شهنامه کړه مرغزي حافظ تياره
په پښتو ژبه ليکلې ښه شيرينه، ښه آبداره

تاويله خپل هيواد ته په پښتو ښکلي شعرونه
په ادب کي د پښتو دي ځای کړه نوي مضمونونه

د ملي احساس مشعل دي په پښتو ادب کي بل کړ
د وطن مينه او عشق دي په پښتو شعر کي مل کړ

که هر څومره د دنيا ملکونه ستابه ډېرېدله
بيادي هم ښکلي باغونه د وطن نه هېرېدله

د ډيلي تخت به دي هېر سو چي درياد به سول خپل غرونه
بې له خپلو غرو درپيښي اندېښنې د زړه مارونه

احمدشاهه ! سترپښتون وې ستا په مينه به تل وياړو
سترهيواد افغانستان ته پښتانه تا غوندي غواړو

تل به وياړو په تا باندي، ستا وطن غواړو افغان ته
ستا په شان رهبران غواړو تاريخي افغانستان ته

کابل ، د ۱۳۶۷ لمريزکال
د روژې د مياشتي دېرشمه

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د