نړۍ

اسراییل: اقصی جومات ته څېرمه لسګونه فلسطینیان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا: له هغې وروسته چې اسراییلي حکومت یهودي سیلانیانو ته د اقصی جومات د لیدو اجازه ورکړه، فلسطینیانو په لاریون لاس پورې کړ او شخړه رامنځ ته شوه.

د اسراییلي پوځیانو له خوا پر ملکي لاریون والو له ډزو وروسته لسګونه فلسطیني لاریون وال ټپیان شول. لومړی اسراییلي پولیسو پر لاریون والو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړۍ مرمۍ هم وکارولې وې.

د یادونې وړ ده، چې د اسراییلي قانون له مخې یهودان نه شي کولای چې د اقصی جومات شاوخوا عبادت وکړي، مګر سره له دې نن اسراییلي پولیسو پر عامه یهودو سربېره شرخوښي او سخت دریځه یهود هم پرېښودل چې اقصی جومات ته د سیل لپاره ورشي.

دا شخړه داسې مهال منځ ته راځي چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري د منځني ختیځ د سولي بهیر بیا پیلولو ته هڅې ګړندۍ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x