دیني، سیرت او تاریخ

په دریو ګوتو خوراک

دکتور کفایت الله وردګ

ترڅو چې څه عذر او ضرورت نه وي نو په دریو ګوتو خوراک کول سنت خو په هغه خوراک کې چې په دریو ګوتو سره خوړل کېدلی شي لکه میوه ، خورما او نور داسې خوراکونه له حضرت کعب بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي : كَانَ رَسُولُ اللّهِ صلى الله عليه وسلم يَأْكُلُ بِثَلاَثِ أَصَابِعَ، وَيَلْعَقُ يَدَهُ قَبْلَ أَنْ يَمْسَحَهَ . رواه مسلم

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دریو ګوتو خوراک کولو او له پاکولو مخکې به یې خپلې ګوتې څټلې .

په دریو ګوتو باندې د خوراک په اړه سعودی عالم شیخ ابن عثیمین رحمه الله فرمايي : د انسان لپاره مناسبه ده چې په دریو ګوتو خوراک وکوي (وسطی (مینځنۍ ګوته) سبابه (د شهادت ګوته) ابهامه (بټه ګوته)) ځکه لدې نه تواضع او عاجزي ښکاره کیږي لکن دا په هغه خوراک کې چې په دریو ګوتو خوړل کیږي او هغه خوراک چې په دریو ګوتو نه خوړل کیږي لکه وریژی نو بیا پروا نشته چې په ډېرو ګوتو وخوړل شي لکن هغه شی چې د خوراک لپاره یې دری ګوتې بس کیږي باید صرف دری ګوتې ورته استعمال کړل شي ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي . شـرح رياض الصالحين لابن عثیمین رحمه الله

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا عادت وو او هر وخت به یې خوراک په دریو ګوتو سره کولو .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x