fbpx

د پاکستان او سعودي ځانګړو ځواکونو پوځي مانورې پيل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د پاکستاني او سعودي ځانګړو ځواکونو د «الشهاب۲» په نوم پوځي مانورې پيل کړي دي.

د سعودي رسنيو په باور دغه پوځي مانورې د ریاض په شهزاده نايف امنيتي ښارګوټي کې روانې دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» رسنيو ته ويلي، چې دغه پوځي مانورې د تېر نومبر له ۲۵مې پيل شوي او د ډیسمبر تر لسمې به روانې وي.

د ای ايس پي ار په وينا په دغو مانورو کې د پاکستان د ځانګړو پوځي خدمتو څانګې ۶۸ افسران او پوځيان ګډون لري.

د سعودي او پاکستان پوځيانو تېر کال هم په پاکستان کې د «الشهاب اول» تر نوم لاندې پوځي مانورې کړې وې.

د يمن په جګړې کې د ګډون نه کولو راهيسې د سعودي او پاکستان اړيکې تر ډېره سړې شوي، خو بيا هم د پخوانيو پوځي او سياسي اړيکو له مخې د دواړو هېوادونو پوځيان وخت پر وخت پوځي مانورې کوي.

د سعودي او پاکستان پوځي سرچينې وايي، چې د دغو پوځي مانورو موخه د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې کې د يو بل له تجربو د ګټې اخيستو سربېره د دواړو هېوادونو د پوځي اړيکو لا غښتلي کول دي.

په ۲۰۱۵م کال کې، چې سعودي عربستان په يمن کې د جګړې پيلولو پر مهال له پاکستانه د پوځي ګډون غوښتنه وکړه، خو پاکستان د سعودي د غوښتنې په ځواب کې د پارلمان د نه هوکړې په بهانه په دغه جګړه کې له ګډونه انکار وکړ، چې له مخې يې د سعودي او پاکستان اړيکې تر ډېره سړې شوې.

سعودي عربستان که څه هم پر پاکستان د پخوا په څېر باور نه کوي، خو داسې هم نه کوي، چې دغه پخوانی سټراټيژيک ملګری پرېږدي او د سعودي سيمه‌ ييز رقیب ایران سره لاس يو کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د