افغانستان

پژواک: د ننګرهار لپاره د طالبانو والي نيول شوی، طالبان وايي حقيقت نلري

نن ټکی اسيا: نن چهار شنبه د وري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس د امنيتي سرچينو له قوله ليکلي وه چې، د ننګرهار لپاره د طالبانو والي نيول شوی.
پژواک د ملي دفاع وازرت له قوله ليکلي وه چې، نوموړی والي پرون پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال نيول شوی دی.
په خبر کې د والي نوم او هويت نه و په ډاګه شوی.
نن ټکی اسيا له پلټنو وروسته د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي د يوې نژدې سرچنيې سره اړيکه ونيوله. سرچينې د ياد خبر په اړه و ويل چې، د امنيتي کړيو خبره هيڅ حقيقت نلري او نوموړی والي په خپلو نطامي فعاليتونو بوخت دی.
سرچينې زياته کړه چې، د کرزي حکومت د خپلې کمزورۍ دپټولو په موخه داسې څرګندونې کوي چې، هيڅ حقيقت نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x