له دښمن سره نیکي

دکتور کفایت الله وردګ

د یرموک مشهوره تاریخی غزا ته چې کله صفونه جوړ شول د رومیانو له صف څخه یو تکړه ، جنګی او زړور پهلوان کس په آس سپور را ووتلو چې نوم یې جورج بن تيودور وو او عربي ژبه یې په سمه توګه زده وه چې د صفونو مینځ ته را ورسېدو اواز یې وکولو : ماته د خالد بن ولید را بهر شي .

حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه هم بې ځنډه د مسلمانانو له صفونو څخه ور ووتلو تردې چې دواړه په میدان کې سره مخامخ شول او دومره سره نېږدې شول چې د یو آس غاړه د بل آس د غاړې نه تېره شوه دواړو په یو بل باندې د حملې په ځای یو بل ته د خبرو موقع ورکړه .

جورج ورته وویل : ماته رښتیا وایه درواغ راته مه وایه ځکه اصیل سړی درواغ نه وايي ، او کومه خبره چې کوې لما سره دوکه مه کوه ځکه عزتمن سړی دوکه نه کوي .

آیا الله تعالی ستا سو په نبي باندې له اسمانه کومه توره را نازله کړې ده؟

خالد رضی الله عنه : نه .

جورج: نو تاته بیا سیف الله ولې ویل کیږي؟

خالد رضی الله عنه : الله تعالی په مونږ کې خپل نبی صلی الله علیه وسلم را ولېږلو مونږ ته یې د اسلام لور ته دعوت راکړو ، مونږ له هغه څخه نفرت وکولو بیا په مونږ کې ځینې خلکو د هغه خبره ومنله او ځینې یې په نفرت کې پاتې شول او جنګ یې ورسره وکولو بیا وروسته زمونږ د ځینو خلکو زړونو ته رڼا ور ننوتله او الله تعالی ورته هدایت وکولو زه هم په هغه کسانو کې وم چې وروسته مې ایمان راوړو ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : ته د الله تعالی له لوري په کفارو باندې یوه نازله توره یې او ماته یې د نصرت دعاء وکوله نو زه له هغه ورځې په سیف الله باندې ونومول شوم .

جورج : ښه خالده ته ما اوس څه شي ته غواړې؟

خالد رضی الله عنه : دا چې ته ګواهي ورکړې چې لا اله الا الله محمد رسول الله او هغه څه ومنې چې د الله تعالی له لوري راغلي دي .

جورج : که څوک ستاسې دا غوښتنه ونه مني؟

خالد رضی الله عنه : هغه به اسلامي حکومت ته جزیه ورکوي .

جورج : که څوک یې ورنه کړي .

خالد رضی الله عنه : بیا د له مونږ سره جنګ ته تیار شي .

جورج : که څوک اوس ستاسې خبره مني او اسلام قبلوي هغه په تاسې کې څه مرتبه لري؟

خالد رضی الله عنه : زمونږ او د هغه په مرتبه کې په اسلام کې څه فرق نشته په مونږ کې غریب ، مالدار ، د لوړې کورنۍ سړی ، د غریبې کورنۍ سړی ، مخکې اسلام قبلوونکی او وروسته اسلام قبلوونکی یو ډول دي .

جورج : چې اوس څوک په ا سلام کې داخل شي هغه په اجر کې ستاسې په شان وي؟

خالد رضی الله عنه : هو او غوره به وي .

جورج : هغه څنګه لتاسې سره یو شان کېدلی شي او تاسې په اسلام کې سابقه لرئ؟

خالد رضی الله عنه : مونږ په اسلام کې هغه وخت داخل شوو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی وو هغه ته به د آسمان خبرونه راتلل ، آیتونه به نازلېدل ، د هغه صلی الله علیه وسلم معجزې به ښکاره کېدې او هرچا چې هغه لیدلې نو په کار ده چې ایمان یې راوړی وی او تاسې هغه څه نشی لیدلی چې مونږ لیدلی نو بیا هم چې تاسې په غیبو باندې ایمان راوړئ نو ستاسې دا ایمان او نیت به له مونږ نه غوره وي .

جورج : ته په الله تعالی قسم راکړه چې لما سره به دوکه نه کوې؟

خالد رضی الله عنه : زه درسره په الله تعالی باندې تعهد کوم چې لتا سره به دوکه نه کوم او چې تاسې ایمان راوړئ نو نه ماته او نه بل چا ته څه ضرورت شته چې لتا سره دوکه وکوي .

لدې خبرې سره جورج د شهادت کلمه وویله او مسلمان شو او له حضرت خالد رضی الله عنه سره راغلو د مسلمانانو په لښکر کې داخل شو او دا هغه کس وو چې د کفارو ده ته ډېره تمه وه او د دوی دا ګمان وو چې دا به د مسلمانانو سره په جنګ کې زمونږ لپاره له یوه لوی غره نه کم نه وي ، خو هغه چې مسلمان شو د ډېرو کفارو جنګیالیو حوصله له دې ځایه ختمه شوه .

سره ددې چې جورج د مسلمانانو په دښمني کې میدان ته راغلی وو لکن خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه له هغه سره نیکي وکوله او هغه ته یې داسې نرمې خبرې وکولې چې ددې باعث شوې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د