افغانستان

د عامه نظم پخوانی قومندان په اته کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پيکان په اته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شو.
 
زمری پیکان د کابل ښار اوسېدونکي سهراب نظامي د قتل په قضیه کې تېره ورځ د اداري فساد درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې له خوا محکوم شو.
 
زمري پيکان په غیر قانوني توګه خپل زوی په عامه نظم قومندانۍ کې مقرر کړی و، چې له همدې امکاناتو په استفادي يې سهراب نظامي په قتل رسولی دی.
 
د دې محکمې رییس شیر اقا منیب پرېکړه داسې اعلان کړه : «زمری پيکان د مامور جان زوی چې ستاسو د نذیر رضايي غایب مؤکل دی، د جزا د قانون د ۴۲مې مادې پر اساس په ۸ کاله او ۶ میاشتې تنفیذي بند محکوم شو او د قتل په قضیه کې د لاس لرلو په تور کې د کافي معلوماتو او دلایلو د نه موجودیت له امله د جزا د څلورم قانون او د جزايي اجرأتو د پنځم قانون په اساس بری الذمه اعلان کړې.»
 
د عدلي مرکز وياند محمد عالم عتیق وايي، پیکان له خپل زوی مختار سره یو ځای تښتېدلی او امنیتي مسوولین يې په لټه بوخت دي.
 
ګډ حکومت د قضايي ارګان په توګه ځانګړې محکمه جوړه کړې، چې اداري فساد او ودرنو جرمونو کې ښکېل چارواکي محاکمه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x