
نامسووله وسلهوالو د سمنګان له مرکز سره لارې تړلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): سمنګان ولایت اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې نامسووله وسلهوالو له مرکز ایبک سره غځېدلې لويې لارې تړلې دي.
د دوی په خبره، د نامسووله وسلهوالو پر وړاندې حکومتي چارواکي بې وسه ښکاري، یا ښايي ورسره همغږي وي.
سمنګان کې د یو مدني بنسټ مشر وفی الله شاهرخي وايي، د ولسواليو اوسېدونکو د مزارشریف له لارې خپلو سیمو ته ځي.
وفي الله له سلام وطندار سره خبرو کې ويلي، که حکومت د نامسووله وسلهوالو او توروښيښو لرونکو موټرو مخه ونه نیسي نو جنیايي پېښې به نورې هم زیاتې شي.
د سمنګان ځايي چارواکي هم په دې ولایت کې د نامسووله وسلهوالو موجودیت مني او په وينا يې دوی يې د مخنیوي هڅه کوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحيمي وايي دوی هڅه کوي راتلونکې یوه اوونۍ کې د خپل سرو وسلهوالو مخه ونیسي او بې وسلې يې کړي.
دوی نه دي ویلي چې د ولایت مرکز کې نامسووله وسلهوال د چا تر لاس لاندې فعالیت کوي او امکانات يې له کومه کړي.
ډېری وخت چې محلي پولیس د حکومت له واکه ووځي، یا هم ګڼې جنايي پېښې تر سره کړي دوی يې نامسووله وسلهوال معرفي کوي.
که څه هم ولسمشر غني پرلپسې ژمنې کړې، چې په هېواد کې به د خپل سرو وسلهوالو مخه نیسي، خو د نورو ګڼو ژمنو په څېر دې کې هم پاتې ښکاري.
د شنونکو په باور د نامسوله وسلهوالو ډېرښت یا هم ځواکمنېدل د حکومت او ولس تر منځ یو څه پاتې باور هم له منځه وړلی شي.