افغانستان

دانش: بهرنیان دې افغانستان «د نیابتي جګړې» پر ډګر نه بدلوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، افغانستان هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه دی او له نورو هم ورته غوښتنه کوو، چې افغانستان دې د نیابتي جګړې پر ډګر نه بدلوي.

سرور دانش چې د میلاد نبي په اړه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، یو ځل بیا یې د افغانستان پر بهرني سیاست ټینګار وکړ، چې د افغانستان له سرحدونو د کوم هېواد ګټې نه ګواښل کېږي.

ده وویل، نورو ملتونو او دولتونو ته متقابل درناوی په ځانګړي ډول ګاونډیانو ته زموږ لپاره یو اصل دی او د همدغو اوصولو له مخې د نورو هېوادونو په کورنیو جګړو کې برخه نه اخلو.

د ولسمشر غني دویم مرستیال د نورو کورنیو په چارو کې د نه لاسوهنې ډاډ داسې مهال ورکوي، چې اوسمهال زرګونه افغان شیعه ګان په سوریه کې په جګړه بوخت دي.

تېره اوونۍ د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د هغو افغانانو ستاینه کړې وه، چې د ایران په ملاتړ په سوریه کې جګړه کوي.

محقق په سوریه او عراق کې جنګیدونکو افغانانو په ستاینه کې ویلي وو، چې دوی د کفر پر وړاندې جګړه کوي.

د محقق له څرګندونو وروسته ارګ او اجراییه ریاست د نوموړي خبرې رد کړې وې او دغه ډول څرګندونې  یې د محقق شخصي نظر بللی و.

سرور دانش: داعشیان خوارج دي

د بهرنیو چارو وزارت څو ځلې له ایرانه غوښتي، چې افغان کډوال دې سوریې او د عراق جګړو ته استوي؛ خو ایراني چارواکو د افغان چارواکو غوښتنو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په سوریه کې د افغان شیعه ګانو ښکېلولو په اړه ویلي وو، چې ایران غواړي په سیمه کې د سعودي عربستان رقابت ته لاره هواره کړي.

افغان چارواکي ګاونډیو هېوادونو ته د ډاډ ورکولو خبرې داسې مهال کوي، چې اوسمهال په افغانستان کې زرګونه بهرنیان مېشت دي او لویې پوځي اډې یې په واک کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x