افغانستان

ولسي جرګې ۱۲ نوماند وزیرانو ته د رایې ورکونې بهیر پیل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  ولسي جرګې نن ۱۲ نوماند وزیرانو ته د رایې ورکونې بهیر پیل کړ.

دغه بهیر څو شېبې وړاندې پیل شوی او نن ناوخته به معلومه شي، چې کوم نوماند وزیر د ولسي جرګې څخه د باور یا عدم باور رایه اخلي.

۱۲ نوماند وزیرانو په تېرو دوو ورځو کې ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړل او نن به یې وکیلان په اړه پرېکړه کوي.

په نننیو نوماند وزیرانو کې د دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي، د لوړو زده کړو وزارت ته نجیب الله خواجه عمري، د ترانسپورټ وزارت ته حمید طهماسي، د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض الله ذکي، د کانونو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته محمد شفیق ګل اغا شېرزی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شهزادګل اریوبي، د کلیو د پراختیا وزارت ته مجیب الرحمان کریم، د ټولګټو وزارت ته یما یاري، اقتصاد وزارت ته مصطفی مستور  او او د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته نصیراحمد درانی نوماند شوي دي.

ولسي جرګې د ملي یووالي حکومت څخه غوښتي، چې ۳ پاتې وزیران هم ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په موخه وروپېژني.

حکومت ولسي جرګې ته ۱۲ وزیران ور وپېژندل

د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو لپاره دوه سرپرست وزیران ټاکل شوي؛ خو تراوسه ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره نه دي ورپېژندل شوي او د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د سرپرست له لوري اداره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x