نړۍ

پاکستاني طالبانو حکومت سره اوربند ختم کړ

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ويلي چې، دوی د پاکستان د امنيت په موخه حکومت سره لنډ مهالی اوربند کړی و او اوس دا اعلان کوي چې، نور د پاکستان حکومت سره د دوی اوربند ختم شو.
شاهد و ويل چې، د اوربند له ختميدو دا دی ۶ ورځې تېرې شوې، ولې حکومت د دوی پر غوښتنو هيڅ فکر ندی کړی.
له همدې ځايه دوی وايي چې، اوربند ختم شو، ولې د خبرو اترو لپاره به د مذاکراتو پروسه روانه ساتي.
شاهد زياته کړه چې، دوی پاکستاني حکومت سره د زړه له تله مذاکرات پيل کړل، مګر د حکومت له لوري يې په دغه پروسه کې هيڅ رنګه اخلاص او رښتونولي ونه ليده او دوی له دې ټولو ستونزو خپل مرکچيان خبر کړي دي.
شاهد وايي چې، د څلويښت ورځني اور بند پر مهال امنيتي کړيو د دوی څلويښت ملګري وژلي او له ۲۰۰ زيات يې ژوندي نيولي.
بل پلو د حکومت لخوا ټاکل شوي مرکچي او پخواني ديپلومات رستم شاه مومند ومنله چې، د مذاکراتو پروسه کې حکومت سستي کړې او چې، کومې اړينې خبرې وې، حکومتي چارواکو يې په اړه جدي ګامونه نه دي اخيستي.
مومند زياته کړه چې، د اوربند د ختمولو سربېره هم طالبانو خپلې دروازې ندي بندې کړي او کيدای شي راتلکونې مرحله کې يو ځل بيا دواړه لوري اوربند وکړي.
د يادونې وړ ده چې، پاکستاني طالبانو حکومت سره د تېرې مياشتې د مارچ له اولې نېټې د يوې مياشتې لپاره اوربند اعلان کړی وه چې، بيا د مرکچيانو په وينا يې دغه اوربند لس ورځې نور هم وغزاوه او دا دی پرون شاهد الله شاهد د اوربند دختمولو اعلان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x