نظــر

زمری دګیدړ ښکار شو‎

لیکوونکی:محمد ادریس منتظر

قدرمنو ویوونکو کیسه حقیقت اما لیکلو ته یې خیالی بڼه ورکول شوی.

دنګ لکه چنارقانت ځوان !

زمری دګیدړانو ښکار شو

دزمري او ګیدړ کیسه:

خو حقیقت یې دادۍ چې له انسانانو نه د زمري ګیدړ او شغالانو منظر له کلي نه دځنګل منظر اخیستل شوی.

دځمکې پر سر یو لوی ځنګل وه په دغه ځنګل کې ډول ډول حیواناتو ژوند کاوه خو په ځنګل کې الله جل جلاله تل زمري ته بادشاهي ورکړی وي او هغه په ټولو حیواناتو خپل واک چلوي.

یوه ورځ ګید‌‌ړان او له هغه سره شغالان ملګری شول خپل هغه ګیدړ ته یې وویل چې دوی به یی تل په لکی غولول او خپل ځانونه یې دزمریانو په رنګونو رنګ کړی وه ده ته یې دزمری لقب ورکړ او دا یې هم ورته وویل چې له دی نه پس ته زموږ بادشاه یې او نور به هیچاته اجازه نه ورکوه چې پر موږ باشاهي وکړی بلآخره دغه غولیدلی ګیدړ یی دبادشاهی ماڼی ته وخیژاوه که څه هم لایق یې نه وه.

دغه ګیدړ له خپلو ټولو شغالانو سره هغه ځای ته راغلل چی هلته به تل دزمریانو تګ او راتګ وه او دا خبره یې دنورو تیروتو ملګرو په خوله داسی اعلان کړه.
له دی نه وروسته هیڅ داسی بشر نشته چې زموږ په مقابل کې ودریږي زموږ باشاهي په ټول ځنګل ده.

خو دا په داسی حال کی وه چې ځمکه سپینی واوری نیولی وه او زمریان ټول له ځنګل نه وتلی وه ښکار پسې. یواځې هغه زمریان پاتی وه چی دخپل مشر له امر څخه یی بغیرهیڅ کار هم نه کاوه.

بلآخره داخبر دځنګل بادشاه ته ورسید هغه ته داخبره عادي ښکاریده او هیڅ یی په زړه کې ددې خبری لپاره پریکړه هم نه نیوله ځکه هغه پوهیده چې دایواځې د ډیراني چرګانو ښکار کونکي دي هیڅکله دوی په ځنګل کې د هوسیووښکار نه دي کړی او تل یی دزمریانو پاتې شونې خوړلي دی داخبره هم ریښتیا ده چې کله واک هرڅوک په لاس کې واخلي نو بیا هر څه یې چې زړه وغواړي کوی یې داسې ورځې راغلی چی له دغو شغالانو نه خو ډیراني چرګان پریږده آن دزمریانو بچي هم په امنیت کې نشول هغو ته یې ګواښونه شروع کړل.

دزمریانو کشرانو بیا خپل مشر ته دا احوال یووړ چی آن موږ ته یې کواښونه وکړل خو بیا هم د ځنګل داصلی او پوهه بادشاه لخوا امر صادر نشو.

بلآخره ورځ تر بلې دلوی ګیدړ او له هغه سره دزمریانو په رنګ کې دشغالانو شمیر زیاتیده ډول ډول لافې به یې ورته کولې تل به یې خپل تش په نوم مشر ته دا ډاډ ورکاوه چې موږ دې تر څنګ یو.

آن دا وخت هم راورسیده چی مشر ګیدړ له خپلو شغلانو سره دمشر زمري پر کور حملې ته ملا وتړله او بډې یې راووهلې خو دا خبره هم ریښتیا ده چې د زمري خونه هیڅکله هم بې هډوکو نه وي.

بلآخره یې دزمري پر کور حمله شوه خو دزمریانو زامن هم بیا له پیاوړو ګیدړانو اوشغالانو نه تکړه وي دمشر ګیدړ له شغالانو نه یې یو له منځه یووړ نو په دغه وخت کی له مشر ګیدړ سره دا ویره پیدا شوه چې که دلته زه خپله دروغجنه میړانه خپلو ملګرو او دځنګل نورو حیواناتو ته ښکاره نکړم نو له زیات ګواښ او بې اعتبارۍ سره به مخ شم دغه ګیدړ له وخت نه په استفادی او له خپلې بې شعوره فیصلې سره یې یو بې ګناه دجنت مال چې مشر زمري به تل په داسی غیرې انصافي فیصلو خپه کیده او پرې غوسه کیده به دغه خدای بښلی دجنت مال یې جنت ته ولیږه په داسی حال کې چی نر پسه الله جل جلاله همیش دقربانۍ لپاره پیدا کړی وي خو مشر زمری چی له دغې دردونکې پیښې خبریږي له ځانه سره دا تکل کوي چی باید ځنګل ته هغه زمریان ولیږي چې له ده سره یې دده دبادشاهۍ دماڼۍ تر سیوری لاندی ژوند کړي وه.

هغه انځور چې په کیسه کې دزمري منظر ترې اخستل شوی

خودا په داسې حال کې ورلیږی چی په ځنګل کې یواځې لوی ګیدړ او ورسره شغالان ملګری دی مشر زمری یواځې څلور زمریان دځنګل خواته لیږی یو پکې مشر ټاکې دا فیصله کوی چی دځنګل خواته لاړ شئ په ځنګل کې مشر ګیدړ او ورسره تیروتو شغالانو ملګروته یې دعبرت درس ورکړۍ زمریان راغلل څو ورځې یې تیرې شوی اما دګیدړ زرو او قوت اوج ته رسیدلی وه ډیر مشاورین او خواخوږی یې وه .

ځنګل ته دراغلو زمریانو وړوکې ډله حیرانیږی او له ځانه سره بیلې پریکړې نیسي مخکې له دی نه چې دوی خپلې پریکړې عملي کړي نو مشر ګیدړ ته هم خبر رسیږي هغه هم له ځانه سره ددې په لټه کې کیږي چې باید دغه وړوکې دزمریانو ډله ماته کړي .

مشر ګیدړ بیا په چورت کې لویږي له ځان او ملګرو سره مشوره کوي دځان دخلاصون لاره ګوري.

خو په دغه وخت کی ډیر په زور کی هم دی زیات ملګری ورسره دی تل ده ته ددی انګازه ورکوی چی ته یی په دی ځنګل کی نور هیڅ هم ستا له قوت سره برابر نشته بیا هم دمشر کیدړ زړه په رپیدو دی په خوله خپلو ملګرو ته یو څه ؟ اما په زړه کې یې ویرې داسې ځای نیولی ده چې تل پدی فکر کې دي نن می د بادشاهي آخیری ورځ ده او سبا مې دبادشاهۍ آخیري ورځ ده دا په داسی حال کی ده چی ځنګل ته مشر زمری هم سره له ملګرو راځي او ځنګل ورځ تر بلې دشین والي لور ته ځی مخکی له دی نه چی ځنګل ته مشر زمری لاړشي نو هغه زمریان چې دمشر زمري په امرځنګل ته لیږل شوي وه په بې رحمانه ډول له منځه ځي.

دلته بیا مشرګیدړ ته موقیع په لاس ورځي نو بیا خپله کاذبه قهرماني دځنګل هغو حیواناتو ته ښیي چې په ځنګل کې یواځې ژوند کوي دغه کاذب دغو ته آزار او ازیت رسوي ترڅو یې دکاذبې بادشاهې تر سیوري لاندې راشي.

هلته نو بیا هغوی دمشر زمري له ویرې یواځې خپل ژوند ته ادامه ورکوی هیڅ هم نه کوي .

مشر ګیدړ چې کله دزمریانو مړو جسدونو ته ګوري هم ویریږی خو له ویرې سره سره بیا خپل کاذب قوت دځنګل حیواناتو ته شیي دجنت یو بل مال قرباني کوي په داسې حال کې چې دده قوت او زور هم دومره دي چې دجنت مال قرباني کړي ترڅو مشر زمري نور هم په غوسه شي او ځنګل ته په خپله راشي .

دلته نو دځنګل لیوانو ته موقیع په لاس ورځي ځیني په زمریانو پسې دریږي او ځینی د مشر ګیدړ مشاورین ګرځې په داسي حال کې چې دوی له خپل زور څخه نه دي خبر. د ګیدړ اوملګرو یې شغالانو له بی غیرتی نه ؛ وخت رسیږی مشر زمری ځنګل ته راځي ملګري یې هم ورسره دی نو ځینې ملګري دمشر زمری په ملګرو کې چې لیوانو ته ګوري هلته د ګیدړ او دملګرو یې قوت ته ګوري نو ځینې له ځانه سره دسییل فیصله کوي ځنې ورسره ملګري کوي او ځینې نور بیا په ډیره میړانه دخپل مشر په څنګ کې دریږي خو مشر زمری چې ټول عمر یې غلامي نه وه منلې او تل یې دغیرت درسونه خپله زده کړي وه نورو ته یې ښولي وه په ډیره میړانه یی په مقابل کې ودریده مقاومت ته یې دوام ورکړ البته دومره ورته وارخطا نشو لکه چې دځنګل لیوان مشر ګیدړ وارخطا کړي وه ځکه زمری که هر څومره ضعیف شئ خو دګیدړانو او شغالانو په مقابل کې دغره په شان ډال وي .

دمشر ګیدړ بادشاهي وه.تلکې دزمریانو مخه یی ونشوی نیولی چی کله به زمریان په کوم ځای کې وه نو هلته بیا چا هیڅ هم نشوی کولی آن تر دي چې کله به یې زړه وغوښتل نو هر ځای کې یې ښکار او ورسره تګ راتګ کولی شوی هغو ګواښونو هیڅ تاثیر هم ونه کړ چې ګیدړ او له هغه سره یې ملګرو شغالانو دمشر زمري او دنورو زمریانو په مقابل کې کړي وه .

وخت تیریده ګواښونه هم زیاتیدل یو بل ته.

دځنګل ګڼ شمیر حیوانات له ګیدړ او کم شمیر له زمري سره وه خو هغه چې له زمري سره وه هیڅ به یې دویرې (خوف)احساس نه کاوه اما هغه چې له ګیدړ سره وه نو تل به یې دویرې او نا آرامۍ ژوند په ځنګل کې تیراوه خو په ځنګل کې دهوسییوو ژوند بیخي ګران شو ځکه له یوې خوا به دزمریانو ښکار کیدې او له بلې خوا به دګیدړانو له ګواښونو سره مخ کیدې.

بلآخره دې ته اړ شوې چې یوه خپلمنځي غونډه یې تر سره کړه چی مشر په کشر کار نلري زوړ په اوړ نیک بخته به هغه وي چې له ځنګل څخه ځان روغ او رمټ وباسي .

خو دوخت په تیریدو سره په ځنګل کې هر څه ورو ورو افشا کیدل په دغه وخت کې هغه شغالان هم ښکاره شول چې ځانونه یې خپل کاذب مشر ته دزمریانو په لباس کې ښکاره کړي وه او تل به یې لافې شافې ورته کولې آن تر دې چې هغه مشاورین لیوان چې ګیدړ ته به یې مشورې ورکولې زړونه یې دمشر زمري په راتګ په لړزه کې وه خو بیا به یې هم د خپل ژوند لږ څه نا څه غم کاوه. دزمریانو په ښکاري پاتې شونو به څرودل خو مشر زمری به تل په دو پوهیده اما له خپل قوت او زور نه به یې کار ورته نه اخیسته دا به یې ورته ویل چې ژوند کوۍ خو دغیرت ژوند کوۍ ؛هغوبه هم دا ورته ویل چې موږ دغیرت ژوند کوه او ته زموږ مشر یی .

هلته بیا نو د ګیدړ دبادشاهۍ تر کاذب سیوري لاندې وه خو مشر زمري به دتیر په شان په ځنګل کې دهر یوه بیل بیل خیال ساته او خپله عادي لاره یې غوره ګڼله بیا هم شغالان نه ترې دریدل ده او ملګرو ته به یې په ځینو ښکارونوکې مزاهمت کاوه. بلآخره تر پوزې یې راوست نور نو مشر زمري له خپلو ملګرو سره په مشورې دا فیصله وکړه چې نور په ځنګل کې مشر ګیدړ او دهغه ملګري شغالان ځای نشي پیدا کولی که چیرې مو ګیر کړل له منځه به یې وړۍ .

په دغه وخت کې دمشر زمري ټول کوشش په ګیدړ پسې شو.

خو ګیدړ به هر وخت دخپل بې شعوره فکر نه کار اخیسته سخت به یې ځان ساته له ډیرې ویرې یې دا فکر هم وکړ چې باید مشر زمری زه په یوه لار نه په یوه لار له منځه یوسم .

مشر زمري چې تل به له خپلو ملګرو سره په ځنګل کې ګرځیده او هیڅ د ویرې (خوف)اساس به یې نه کاوه .

یوه ورځ له خپلوملګرو سره په ځنګل کې روان وه.ګیدړ او له هغه سره حشرکوونکو ملګرو یې چې آن لیوان هم پګې وه حمله یې وکړه په دغه وخت کې یو خاص شمیر زمري له مشر زمري سره دي. ګیدړان پرې حمله کوي مشر زمری آن یوې غوټی ته هم نه پریږدي له منځه یې وړي .

خو هغه متل ریشتیا ده چې سل دی ومره خو دسلو سر د مه مره نور زمریان ټول ځي ترې او دمشر زمري مړې یواځې پریږدي.

دازمریان په دې خاطر تیشته کوي چې له مشر ګیدړاو ملګرو شغالانو سره مشاورو لیوانو حشر کړی وه نو په همدې ځای دمشر زمری کیسه ورخلاصوي په ځنګل کې دواړه خواویې قدرت په لاس کې اخلي دځنګل هغه خوند نه پاتې کیږي لکه چې مخکې یې وه ځکه دمشر زمرې دپښو خرپا نه اوریدل کیږي او هره ورځ دزمریانو کډې ترې روانیږی.

دزمري دژوند پای

تازه کار:حقیقت په خیال بدل شوی.

دکیسې منظر:له کلی نه ځنګل جوړ شوی.

یوه انسان ته دزمري لقب ورکړل شوی دګیدړ او شغالانو لقب نوروانسانانو ته ورکړل شوی.

لوبغاړي:زمري ؛ ګیدړاو شغالان

لیکوونکی:محمد ادریس.منتظر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمل

یو متل دی وایی [[ شکرۍ می شروع کړی وه بامبولۍ شوه ]] یعنی یوڅه می شروع کړی وو بل څه تری جوړ شول . دغه ښکلی قیصه جوړیدی شوه ، مګر تاسی چه اول ځل لیکلی او هغه اول ځل کی کله په خوب او خیال کی تللی یاست قیصه درڅخه بلی سرګمی خواته تللی ، که ستاسی هدف د کابل دغلامی اداری ، اشغلګر ، اسلامی مقاومت او عام خلک وو سره ګډ وډ شوی حتی زمری دی په شغالانو وژلی ، کوم چه له امکانه وتلی کار دی که زمری د مرګ په حالت کی هم وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x