د نن سرلیکنه

په یوه میاشت کې دوه ځله د طالبانو په بریالیتوب اعتراف

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : په تیره یوه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې امریکايي چارواکي د طالبانو په بریالیتوب اعتراف کوي.

لومړی ځل د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بیا رغونې د څار ادارې (سیګار) د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټه په خپل رپوټ کې ولیکل چې په تیرو (۶) میاشتو کې د طالبانو د نفوذ ساحه نوره زیاته شوې او په دې موده کې یې (۹) اضافي ولسولۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولې.

او دوهم ځل اوس بیا د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي اعلان کړی چې طالبانو په دې وروستیو کې نوي پرمختګونه کړي دي.

د طالبانو په بریا د سپینې ماڼۍ اوسنی اعتراف په داسې حال کې تر سره کیږي چې پنټاګون د هغوی د ځپلو لپاره لاندې جدي اجراآت تر سره کړي:

د ټرمپ ستراتیژي له تطبیق سره هم مهاله یې په پوځي او لوژیستیکي لحاظ په افغانستان کې میشت ځواکونه د طالبانو خلاف ښه مجهز کړل.

د هغوي د شمیر پر زیاتوالي سر بیره یې هغوی ته نوي پرمختللې وسلې او تجهیزات ورکړل .

د جګړې په ساحه کې یې پر هغوي باندې ټول لګول شوي محدودیتونه لغو او په مقابل کې یې ورته د جګړې ګټلو په غرض مزید پوځي صلاحیتونه ورکړل .

د هغوی د حمایت په غرض یې په تیرو دریو میاشتو کې تر ۵۰۰۰ زیات هوايي بریدونه د طالبانو د نفوذ پرساحې ترسره کړل .

د بهرنیو ځواکونو د ځواکمنتوب لپاره یې داخلي ځواکونه په نویو وسلو او وسائلو مجهز او دهغوی د عملیاتي افرادو شمیر یې ور زیات کړ.

خو د دې ټولو باوجود طالبانو په بریالیتوب سره وکړای شول په پوځي او تبلیغاتي لحاظ د امریکايي ځواکونو مقابله وکړي او په دې مقابله کې د امریکایانو په اعتراف بریالیتوب هم تر لاسه کړي.

له تیرو ۱۶ کلونو راهیسي د افغانستان عیني واقعیتونو ډیر ځله امریکایان دې ته اړ کړي چې دلته د دوي د اشغال په وړاندې د افغان ولس د دفاعي مشروع مقاومت پر بریالیتوب اعتراف وکړي.

خو هغه څه چې د دې اعتراف د لازم په توګه امریکایانو ته اړین دی هغه د افغان ولس د ارادې احترام کول او د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیښودل دی.

ځکه د امریکایانو په مقابل کې د افغانانو د ولسي مقاومت له بریالیتوب سره سره بیا هم د هغوی په خلاف زور آزمویل او د جګړې غزول د امریکايي چارواکو له حماقت او سرټمبګي پرته هیڅ توجیه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرافع مېلمه

ښه لیکنه لاکن زما په آند زموږ یو خوستي خوږ ژبي ورور لیکلي چي ولسوالۍ يي ولسولۍ لیکلي

عبدالکریم

دایہودیان اوعسایان دا شرم نلری داپہ چہ وشرمیژی ایاکہ ھر چہ ورورہ وسی دیہ تہ فرق نورکوی داخو نبی کریم ص پہ زمانہ کی ھم دغسی کارونہ کول پہ خبرہ باندی بروسہ نوہ الله ج ج دہ نور ھم وشرموی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x