نړۍ

د ایران د حقوقي چارو مرستیاله: افغانستان باید دهلمند سیند په اوبو کې د ایران حق ته ژمن وي

د ایراني ولسمشر د حقوقي چارو مرستیاله مېرمن الهام آمین زاده وايي چې افغانستان باید دهلمند سیند په اوبو کې د ایران حق ته ژمن واوسي.
نوموړې دا خبرې د ایران د سیستان او بلوچیستان د سیمود دڅارنې د اجرایوي غړو په ناسته کې وکړي.

مېرمن امین زاده په ټینګار وویل چې افغانستان باید  د ایران د کنیوانسیون له مخې د اوبو حق ته ژمن واوسي او تمه ده چې د برېښنا وزارت د ایران او افغانستان د اوبو د کميټې جوړولو ته پام وکړي.
د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیالې  وویل: ایران زیاته غوښتنه نه لري، خپل حق غواړي او خپل حق باید په جدي ډول تعقیب کړي.
په تېر کې د یو کنواسینو په پایله کې د وخت دولت له ایران سره د هلمند په سیند کې د کال د اته سوه شل مترمکعبه اوبو ورکولو ژمنه کړې ده.
یاده دې وي چې ایران وخت په وخت د هېواد په ختیځ کې د خپل نفوذ لپاره زمینه سازي کوي، چې ډېری مدني فعالان په هېواد کې د ایران مخته راتګ غندي، مګر دولتي مسوولینو د ایران د مداخلو اړوند مناسب غبرګون نه دی ښوودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x