مسیر: ولسمشر پکتیا ته د برېښنا رسولو ژمنه پوره نه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني په پکتیا کې د امنیه قومندانۍ د برید قربانیانو ته د خواخوږۍ په مراسمو کې وویل، څلوېښت ورځې وروسته به ټول ګردیز برېښنا روښانه کړي.

مسیر ورځپاڼه، د پکتیا مېشتو قومي مشرانو او مدني فعالانو په حواله وايي، چې له څلوېښتو ورځو وروسته هم ولسمشر ونه توانید تياره ګردیز روښانه کړي.

سرچينه د پکتیا د زرمت ولسوالۍ د قومي مشر جلال خان له خولې وايي، ولسمشر يې له احساساتو سره لوبې کړې او د ټاکنیزو ناندریو په څېر يې يو ځل بیا تېر ایستلو.

هغه ويلي : «ولسمشر راغی وايي، په ۴۰ ورځو کې به ګردېز په برېښنا روښانه کیږي؛ خو دې ته یې فکر نه و، چې د برېښنا لا مزي نه دي غځېدلي، توزیعي شبکه یې نشته، ستنې یې نیمګړې دي خو د خلکو په سترګو کې یې خاورې وشیندلې او خلکو هم هر څه ومنل.»

ولسمشر چې په احساساتي انداز کې يې ژمنې هم ډېرېږي، تېر (۲۰۱۶) کال هم ژمنه وکړه، چې افغانستان به په راروان یوه کال کې دومره برېښنا ولري، چې په تېرو سلو کلونو کې به مو نه وي لیدلې.

مسیر ورځپاڼه د یو شنونکي له قوله لیکي، ولسمشر چې اوس هم دریځ ته درېږي، فکر کوي ټاکنيزې سیالۍ دي، ځکه خو ترې ژمنې هم پرلپسې ویل کېږي.

عبدالوهاب وايي : «ولسمشر اوس هم چې په کوم سټېج درېږي، فکر کوي ټاکنیزې سیالۍ دي، هېڅ اړتیا نشته، چې دی د خپلو ژمنو لپاره وخت وټاکي، دی پکتیاوالو تر ګرېوان نه و نیولی، چې په ۴۰ ورځو کې برېښنا راکړه، خو ده ورسره ژمنه وکړه او اوس یې پوره کولی نه شي.»

ولسمشر په یاد سفر کې پر دې ژمنو سربېره د مچلغو بند د جوړولو، په دوو اداري واحدونو د زرمت ولسوالۍ د وېشلو، د ګردیز – زرمت سړک د جوړولو او پکتیا ولایت لومړۍ درجې ته د لوړولو ژمنې هم وکړې، چې تر اوسه يې د پوره کېدو کوم څرک نه لګېږي.

د پکتیا د والي ویاند بیا سرچينې پورته سرچینې ته ویلي، دوی هڅه کوله چې د ولسمشر دا ژمنه پوره کړې.

عبدالله حسرت مسیر ته ویلي، ګردیز ته برېښنا ځکه را ونه رسېدله، چې دغه پروژه په لوګر ولایت کې له ستونزو سره مخ ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د