افغانستان

د امریکا د دفاع وزير پاکستان ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د امریکا د دفاع وزير جيمس متیس په يوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او هلته به د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره ليده کاته وکړي.

جيمس متیس د مصر او لبنان له سفر وروسته پاکستان ته رسېدلی، هلته د پاکستان د دفاع او بهرنيو چارو وزیرانو او د امریکايي سفارت د ډيپلوماټانو له لوري د هغه هرکلی شوی دی.

ټاکل شوې، چې جيمس متیس به د پاکستان له صدر اعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ له سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وګوري.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې د امریکا د دفاع وزير او پاکستاني چارواکو تر منځ په ناستو کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ ضد په نوم په جګړې کې د همکارۍ او استخباراتي معلوماتو د تبادلې په اړه هم خبرې وشي.

د رسنيو په وينا د امریکا دفاع وزير به اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې جګړه ييزې تګلارې په اړه له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه وکړي او ټينګار به وکړي، چې طالبان له ګډ حکومت سره خبرو ته چمتو کړي.

جیمس متیس تېره ورځ هم رسنيو ته ويلي و، چې دوی په زور پر پاکستان کارونه کول نه غواړي؛ ځکه دوی باور لري، چې پاکستان له امریکا سره په رښتينې توګه ولاړ هېواد دی او د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپله وعده پوره کوي.

جيمس متیس په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي، چې د دوو زرو ناټو پوځيانو سربېره امریکا په افغانستان کې له پخوا څوارلس زره پوځيان لري او د څلورو زرو نورو پوځيانو د رالېږلو پرېکړه يې هم کړې ده.

ويل کېږي، چې امریکا د جګړې توندولو لپاره هڅې پيل کړي او له همدې امله جيمس متیس هم پاکستان ته رسېدلی، تر څو له پاکستاني چارواکو د طالبانو پر ضد د جدي عملياتو غوښتنه وکړي او د سولې خبرو ته د راوستو لپاره يې چمتو کړي.

جیمس ميټس داسي مهال پاکستان ته سفر کوي چې د سي ای اې مشر (مایک پومپيو) ويلي : که پاکستان د ((ترهګرو)) مرکزونه په خپل هيواد کې په نښه نه کړي نو دوی مجبور دي چې د له منځه وړلو لپاره يې خپله لاس په کار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

ټرمپ لیونی سپی ته ورته وحشی قواره لری : د جیمس میتیس قواره خو هغو تر ټولو بیغیرتو کیدړانو ته ورته ده چه په چرګانو هم په ویره حمله کوی . دا خو غیرت او مړانه نه ده چه د ډالرو په مټ نورو ګیدړانو ته رشوت ورکوی چه په زمریانو یی ورټیل وهی ، دا خو د هغو فاحشو مثال دی چه د سرو شوندو ( شنو ډالرو ) په لونډانو خپل دشمنان ټکوی او په سر یی لاپی کوی که په لونډانو خدای ناخواسته وګڼټی ( چه نه یی شی ګټلی ) هم دوی ګټلی نه ده حتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x