افغانستان

چارواکي: خالد ۹۶، ژمني عملیات به بريالي وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): پوځي چارواکي وايي، د خالد ۹۶ په نوم ژمني عملیات يې د هېواد په شمال او شمال ختیځو برخو کې پیل کړي دي‎. ‎

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان امان الله مبین وايي، په دې عملیاتو کې به مخالفینو ته درانه تلفات واړوي‎. ‎

د هغه په خبره د دوی ځواکونو په تېرو اتو میاشتو کې يې درې زره او شپږ سوه تنه مخالفين وژلي دي‎. ‎

که څه هم افغان پوځي چارواکي ژمني علمیاتو ته خوښي ښيي، خو افغان ولس وايي ژمني عملیات د خلکو له ځپلو پرته بله مانا ‏نه لري‎. ‎

د دوی په خبره ژمي کې چې طالب وسله‌وال یخو سیمو کې پخپله خوښه شاتګ کوي، امنیتي ځواکونه هلته ولسي وګړي ‏ځوروي‎. ‎

وړاندې تر دې هم خلکو له حکومت نه غوښتي و، که د خپلو مخالفینو د ځپلو وړتیا لري، نو باید اوړي کې يې پر ضد ګام واخلي. ‎

افغان چارواکي نږدې هر ژمی د طالبانو د ځپلو تر نامه لاندې عملیات پیلوي، په داسې حال کې چې دې موسم کې جګړه دومره ‏تونده نه وي‎. ‎

طالبان عموماً خپل عملیات د کال په سر کې اعلانوي چې دواړه لوري د عملیاتو په پای کې تل ځانونه بریالي بولي‎. ‎

که څه هم مبین د زرګونو تنو مخالفینو د وژلو خبر ورکوي، خو په تېره یوه میاشت کې لسګونه ولسي وګړي، په کاپیسا، هلمند ‏او میدان وردګو کې ووژل شول، چې ښايي حکومتي چارواکي دوی هم د خپلو مخالفینو په لیست کې حسابي‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دا هسی د هغه کمزوری لاپی دی : که لاندی شوی وی ، لاپی کوی ته ما پریږده تاسره به ګورم والله که راڅخه خلاص شی وه کیدړه زمری تا کله پریږدی که پښو ژغورلی او په تیښته کی وی نو د تیښتی وخت کی هم زمری ته چیغی او بغاری وهی زه به تاسره ګورم والله که راڅخه خلاص شی په داسی حال کی چه د زمری له ډاره په تیښته کی وی . زه واییم واا د ډالرو شغالانو تاسی خو خپلو کی د ډالرو په سر دومره ویشل شوی ، کرکو او دشمنیو کی یاست که امرکیا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x