افغانستان

د چابهار بندر ابادېدل د ګوادر لپاره بل ګواښ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ایران د هند بحيرې او عرب بحيرې سره د خپلې ګډې سمندري بندرګاه پرانيسته وکړه. چابهار په عرب بحیره کې د ایران لپاره تر ټولو ستره او اهمه بندرګاه ده، چې ميلينونو ډالر لګښت پرې راغلی دی.

تېره ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغې پراخې سوداګريزې پروژې د پرانيستې لپاره چابهار ته تللی و، په دغه پرانيست غونډه کې د ایراني چارواکو سربېره افغان، پاکستاني او هندي چارواکو هم ګډون کړی و.

د چابهار پرانيست غونډې ته د ایران ولسمشر وويل، چې د چابهار فعالېدلو سره به د سيمې په امنيت او همکارۍ ډېر پرمختګ او انډول رامنځته شي او دا يې هم زياته کړه، چې دی په سيمه کې د مثبت رقابت ملاتړ کوي.

يو شمېر څارونکي وايي، چې د چابهار بندر جوړېدو سره به د پاکستان ګوادر بندر له سخت ګواښ سره مخ شي او بايد د خپلې بقا لپاره سخت مقاومت وکړي.

ګوادر د پاکستان بلوچستان کې پروت سمندري بندر دی او له ايرانه يوازې اتيا کليومټره لرې دی.

ایران غواړي، چې دغې بندرګاره باندې د ريل پټلۍ هم جوړه کړي، چې له مخې به يې خپل مالونه يو لورته هند او چين ته لېږدوي او بل لور ته مرکزي اسيا او اروپايي هېوادونو ته. هند هم هيله‌ من دی، چې د چابهار او افغانستان له لارې به خپل سوداګريز توکي مرکزي اسيا، روسيې او شمالي اروپا ته ولېږدوي.

افغانستان ته د هند لپاره تر ټولو لنډه لار د پاکستان ده ، خو پاکستان بیا خپل سیال هند ته اجازه نه ورکوي چې له دې لاري افغانستان ته لار پيدا کړي ، له همدې امله هند هم د چابهار له لاري افغانستان او مرکزي اسيا ته لاس رسئ د خوښۍ وړ بولي.

هند له افغانستان سره د يوولس لکو ټنو غنمو د مرستې اعلان کړی او د دغو مرستو لومړنۍ برخه د پاکستان پر ځای د چابهار بندر له لارې افغانستان ته رسېدلې ده.

هند مرکزي اسيا او اروپا ته د لاس رسي لپاره چابهار تر ټولو غوره لاره بولي او له همدې امله يې په افغانستان کې ۲۲۰ کيلومټره سړک پوخ کړی دی.
هند او ایران په ۲۰۰۳ کې د چابهار بندر د جوړولو لپاره هوکړه کړې وه، خو د غربي هېوادونو له لوري پر ایران د لګېدلو بنديزونو له امله د دغې پروژې چارې له خنډ سره مخ شوې او کيسه تر دې وخته وځنډېده.

امریکا اوس هم هند ته خبرداری ورکړی، چې د بنديزونو له امله له ایران سره د سوداګريزو اړيکو په اړه احتیاط وکړي، خو رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له خولې ليکلي، چې د هند لپاره خپلې ملي ګټې هم اړينې دي او بايد د خپلو ګټو له مخې ګامونه پورته کړي.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې له پاکستان سره د چين د ۴۶ ميلياردو ډالرو په ارزښت د اقتصادي دهیلز پروژې له تړون وروسته هند هم له ایران او نورو خليجي دولتونو سره د اقتصادي اړيکو د غښتلتيا لپاره ګامونه چټک کړي دي. د هند د سوداګرۍ وزير نتن ګډ کاري راتلونکي چهارشبنه ایران ته ځي او هلته به له ایراني چارواکو سره په دوه اړخيزو اقتصادي هوکړو لاسليکونه وکړي.

که چابهار اباد شي، دا به د پاکستان او ګوادر لپاره له سياسي او اقتصادي پلوه يو ګواښ وي.

پاکستان افغانستان په وچه کې بند هېواد بولي او له همدې امله يې د کراچۍ بندر د خپلې بهرنۍ تګلارې د ملاتړ لپاره کارولی، خو افغان حکومت ټينګار کوي، چې د چابهار په ابادۍ به د پاکستان له احتياجه خلاص شي.

خو تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې چابهار به د امريکايي بنديزونو له خوا متاثر شي که نه.

که چابهار امریکايي بنديزونو متاثر کړ، نو د ګوادر لپاره شته ګواښونه او د افغانستان او هند د نږدې کېدو په اړه د پاکستان اندېښنې هم له منځه تلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x