نړۍ

اوکراين: روس پلوو بيلتونپالو پوځي قافله یرغمل کړې

نن ټکی اسيا: د اوکراين په ختيځ کې روس پلوو بيلتونپالو د اوکرايني پوځ شوبلې او عسکر يرغمل کړي دي.
اوکرايني چارواکي وايي چې، د هيواد په ختيځ سلويانک ښار کې د روس پلوو بيلتنو پالو پر خلاف عمليات پیل شوي، مګر دغه بيلتونپالو د اوکراين د څو افسرانو په ګډون ګڼ شمېر عکسر او پوځي شوبلې يرغمل کړي دي.
د اوکراين د دفاع وزارت منلې چې، د دوی عسکر او ټانکونه د بيلتونپالو ياغيانو لخوا نيول شوي او ځان سره يې نامعلوم ځای ته وړي، ولې دوی يې د را خلاصولو کوښښ کوي.
د اوکراين لنډ مهالي ولسمشر تورچينوف پر روسيې تور لګولی چې، روسيه نه يوازې اوکراين کې د بيلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، بلکې اوکراين کې تروريزم ته لمن هم وهي.
د روسيې ولسمشر ولامير پوتين ويلي چې، اوکراين د کورنۍ جګړې په درشل کې دی او دوی اوکراين حکومت ته خبرداری ورکړی وه چې، د روس پلوو پر خلاف دې پوځي عمليات نه پيلوي؛ ځکه چې، پوځي عمليات به اوکراين په کورنۍ جګړې واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x