افغانستان

له دوولس نوماند وزیرانو، یوه رد کړل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د حکومت له لوري ور معرفي شوو، دوولس نوماند وزیرانو ته رايې ورکړې.

ولسي جرګې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت لپاره مجیب الرحمن کریمي، د اقتصاد وزارت لپاره مصطفی مستور، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت لپاره شهزاد ګل اریوبي، د قومونو او قبایلو چارو وزارت لپاره ګل اغا شیرزي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره فیض الله ذکي، د ټرانسپورت وزارت لپاره حمید طهماسي، د کورنیو چارو وزارت لپاره ویس احمد برمک، د لوړه زده کړو وزارت لپاره نجیب الله خواجه عمري، ټولګټو وزارت لپاره یما یاري، د کرنې وزارت لپاره نصیر احمد دراني او د دفاع وزارت لپاره طارق شاه بهرامي ته د باور رايې ورکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره نوماندې نرګس نهان ونه توانیده چې د تایید لپاره ټاکل شوې ۲۲۳ رایې واخلي.

د ګډ حکومت له پيله ګڼې مهمې ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېدلې، چې لا هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت، پوهنې وزارت او بهرنیو چارو وزارت د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ولسي جرګې د یادو وزارتونو لپاره هم د نوماند وزیرانو معرفي غوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x