افغانستان

کورنیو چارو وزارت: دوو میاشتو کې به نامسوول وسله‌وال بې وسلې شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، راتلونکو دوو میاشتو به کې به د هېواد په سطحه ټول نامسووله وسله‌وال بې وسلې کړل شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک وايي، له امنیت شورا سره يې یو ځای پر یوه طرحه کار کړی چې له مخې به يې په هېواد کې د نامسووله وسله‌والو ټغر ور ټول کړل شي.

که څه هم د ټول هېواد په سطحه د نامسووله وسله‌والو کره شمېر نه دی معلوم، خو مسیر ورځپاڼه د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیون د مشر هاشم الکوزي په حواله وايي یوازې کابل کې ۴۵ زره غیر مسوول وسله‌وال موجود دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د نامسووله وسله‌والو د بې وسلې کېدو وړاندوینه کوي، چې د سمنګانو ولایت اوسېدونکو تازه له دې ډلې سر ټکولی.

د سمنګان ولایت اوسېدونکي وايي، نامسووله وسله‌والو يې د مرکز ایبک او ولسوالیو تر منځ لارې تړلې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

تر دې وړاندې روزګان کې هم پولیسو له خلکو نه تر یو میلیون ډېرې پاکستانۍ روپۍ لوټ کړې، خو ځايي چارواکو دوی نامسوول وسله‌وال وبلل.

د امریکايانو له لوري د ډې ډې ار او ډایاګ د وسلو ټولولو له پروګرامونو وروسته په هېواد کې د نامسووله وسله‌والو خبر نه ورکول کېده.

ویل کېږي، هغه محلي پولیس چې د دولت له واکه وتلي، ډېری يې خپل سرې چارې ترسره کوي، چې حکومت يې د نامسووله وسله‌والو په نوم معرفي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x