کتابونه د نړی حکمرانان دی

002نن صبا مونږټول ډیر خوش بخته یو ځکه یو داسی وخت  کی ژوند کوو چیری چی ټول هغه کتابونه موندل کیږی چی دهغوی په مطالعه کولو سره مونږکولای شو صحتمند، خوشحاله، بډایه اونیکمرغه ژوند ولرو.
کتابونو همیشه له انسانانو سره دوستی کړیده او دانسانانو ملګری پاته شویدی، خو دا په انسان پوری اړه لری چی هغه له خپل همیشنی اوښه ملګری څخه په څومره اندازه سره ګټه اخیستلی شی.
په دنیا کی ډير داسی خلک تیرشویدی چی دخپل ژوند په دوران کی له مختلفو تجربو سره مخامخ شوی دی، اوډول ډول ازمایښتونه اوامتحانونه باندی راغلی دی او داسی څیری هم ډیری شته چی له ډیر مسکنت اوغربت څخه تیرشوی اوترامارته پوری رسیدلی دی اوله ډيرو ناخوالو څخه وروسته دکامیابی په لور روان شویدی، اوکتابونو همیشه دداسی غټو خلګو کیسی او داستانونه رانقل کړی دی، چی مونږ دژوند په هرقدم کی ورڅخه ګټه اخیستلی شو.
او ددوی ژوند ته په کتلو سره مونږ دژوند په هره ګوښه کی دحل لاره موندلی شو اود راروان ژوند لپاره هدف تعینولی شو.
او د داسی شخصیتونو له تجربو څخه الهام اخیستلی شو، او ددغو بابصیرته اوعظیمو کسانو داستانونه دی چی دیو کامیابه ژوند لپاره یی
همیشه زمونږ سره مرسته اوکمک کړیدی او ددوی تجربوته په کتلو سره مونږ دخپل ژوند دراتلونکی لپاره لائحه عمل تیاره وو، اوهمیشه ددوی له کارنامو څخه سبق اخلو.
خوله دی سره سره باید داهم ووایم چی پروردګار عالم جل جلاله همیشه دهغه چا ملا تړلی ده اومرسته یی ورسره کړی ده کوم چاچی حرکت کړیدی اوخپل ژوند کی یی یوهدف ټاکلی وی اودژوند هره صحنه اوګړی یی قیمتی ګڼلی وی.
خو مونږ پرځای ددی چی حرکت وکړو همیشه د نا امیدی احساس کوو، زمونږڅخه څومره کم خلګ دی چی کتابونه مطالعه کوی او د کتابخانو په لور روان وی، حال داچی کتابخانی له ډیرو سودمندو اوګټورو کتابو څخه ډکی دی، او هر څوک ورڅخه ګټه پورته کولی شی
زه فکر کوم کتابخانی دزرو دکانونو مثال لری، اویو چا څومره ښه ویلی دی چی په ژوند کی دوه شیان ډیرضرور دی، ښه ملګری اویاهم ښه کتاب.
اوپه اوس وخت کی  کتابونه په ډیره اسانی سره پیدا کیدلی شی، او په بازارونو کی له نور هرڅه څخه کتابونه ډیر ارزانه او هر چیری موندل کیږی او بله دخوند خبره خو لا داده کچیری کوم کتاب ستاسو په سیمه کی نه پیدا کیږی کولای شی چی دانټرنیټ له لاری یی راوغوړی او ورڅخه ګټه واخلی.
مونږ باید هره ورځ دکتابونو دمطالعی لپاره په ورځ کی یو خاص وخت وټاکو او د کتابونو ورځنی مطالعه دځان لپاره عادت وګرځوو
او کتابونه دی چی زمونږ په ژوند کی مثبت اوښه تغیرات راوستلی شی او د ژوند په هرقدم کی راسره مرسته کولی شی.
زه فکر کوم دیو پوه کس چی مطالعه نکوی او د یوناپوه کس ترمنځ ډیر کم توپیر لیدل کیږی.
دکتابونه په مطالعه سره مونږ کولای شو چی خپل ژوند دنورو په سترګوکی وګورو، اویو وړوکی انسان کولای شی دیو کوچنی کتاب په
لیکلو سره دنیا بدله کړی، او دکتابونو په ویلو سره کولای شو د دنیا دمختلفو قومونو اوسیمو له عناناتو اوکلتور څخه ځانونه خبر کړو.
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.