افغانستان

پکتيکا : طالبانو د تر وخت تېر درمل سوځولو کمپاين پيل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): طالبانو د پکتيکا ولايت په هغه سيمو کې چې د دوی تر ولکې لاندي دي د تر وخت تېر درمل سوځولو کمپاين پيل کړی.

د پکتيکا ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي د طالبانو دا کار د روغتیا لپاره ګټمن ګام بولي او زياتوي چې طالبانو زموږ د ولايت په ګڼو ولسواليو کې تر وخت تېر درمل سوځلي او لا هم په بازارانو کې پر درملتونو باندي د تر وخت تېر درمل موندولو په موخه وخت ناوخت چاپې اچوي.

د پکتيکا ولايت چارواکي په سيمه کې د روغتيا اړوند د طالبانو رواني هڅي تأيد او د ستايني وړ بولي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا د طالبانو د روغتيايي ادارې مسؤلين له درملتونونو څخه تر وخت تېر درمل را باسي او بیا يې په عام محضر کې د بازار په منځ کې سوځوي.

چارواکي وايي د طالبانو د صحت اداره په هغه سيمو کې چې واک يې د دوی ترمنځ تقسیم دی مؤسسات او د عامي روغتیا وزارت د فعالیت له جریانه باخبر ساتلي او یو له بل سره د عام اولس د ګټو په موخه مرسته کوي.

پکتيکا ولايت ته د روغتيا طالب مسؤل نن ټکي اسيا ته داسي وويل: موږ په پکتيکا کې تل د هغه سيمو درملتونونه او صحي مرکزونه چې تر واک مو لاندي دي څارو ، دا کار خپل مسؤليت ګڼو ، د اولس د ښېرازۍ په موخه مو په ډېرو سيمو کې له عامي روغتيا وزارت سره تر توافق وروسته په ګډه فعالیت کړئ ، څومره چې موږ معلومات لرو ولس مو له فعاليت څخه خوښ دی.

طالب مسؤل زياتوي په هر بازار او سيمه کې د شپې په مهال يو يو کلينيک مؤظف وي تر څو د شپې له خوا د پېښېدونکو ناروغانو مرسته وکړي.

د ګومل ، چهاربران ، وازيخوا ، کیان ، نکې او سفينه هغه بازارونه دي چې د طالبانو د صحت ادارې په کې ډېر تر وخت تېر درمل سوځلي او لا يې هم کمپاين روان دی.

پکتيکا یو له هغو ولايتونو شمېرل کيږي چې د روغتيايي خدمت کچه يې خورا ټيټه ښودل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x