نړۍ

د يمن پرځول شوی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): يمن کې د حوثي شيعه وسله والو ملېشې راډيو ويلي، چې د يمن پرځول شوی ولسمشر علي عبدالله صالح نن ماښام په خپل کور کې وژل شوی دی.

د حوثيانو تر واک لاندې د يمن د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې «د علي عبدالله صالح ټولې خاينې ملېشې په پلازمېنې صنعاء او نورو سيمو کې له منځه تللي او مشر يې وژل شوی دی.»

د ټولنيزو شبکو عربي فعالانو هم ويلي، چې علي عبدالله صالح وژل شوی، په فېسبوک او ټويټر کې هم داسې انځور ښکته پورته کېږي، چې د رسنيو په باور د علي عبدالله صالح دی او پر سر ټپي شوی دی.

د صنعاء اوسېدونکو هم ويلي، چې حوثیانو د علي عبدالله صالح کور په بمونو الوزولی او هغه يې وژلی دی

عربي رسنۍ وایي، چې حوثیانو له چاودنې وروسته د علي عبدالله صالح کور یرغمل کړی او همدارنګه يې د پلازمېنې صنعاء په ختيځ  خولان سيمه کې د هغه د ملېشو کاروان هم تر برید لاندې نیولی، چې د ګومان له مخې علي عبدالله صالح هم په کې و.

له تېرو دريو کلونو راهيسې حوثيان د علي عبدالله صالح په ملاتړ د سعودي په مشرۍ ايتلاف سره په جګړه اخته ول، خو له تېرې څه مودې راهیسې صالح له سعودي او اماراتو سره د روغې جوړې هڅې روانې کړې وې او حوثيانو سره مخالف شوی و، چې بالاخره نن د حوثيانو له لوري ووژل شو.

الجزيرې ټلويزون او الميادين ويبپاڼې هم د علي عبدالله صالح د وژنې پخلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

دخپل قدرت دپارہ چی څوک خپل اولس وژنی دھغوانجام بہ ھم داوی-دلوئی لایزال رب (جل جلالہ)څخہ دمداری کرزی او ع وغ او دھغودقافلی ملو دپارہ ھم دا زلیل اوخوارانجام غواړ‎م

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x