افغانستان

جبل السراج: ترافيکي پيښه کې اتلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: د پروان ولايت چارواکي وايي چې، د دغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ پل مټک سيمې سره نژدې د يو ۳۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر او ټيلر د ټکر له امله درې تنه مړه او پنځلس نور ټپيان دي.
د پروان د ترافيکو د مديريت يو افسر محمد يونس پرديس وايي چې، دا پيښه نن پنجشنبه د جبل السراج په پل مټک سيمه کې رامنځته شوه.
پرديس زياتوي چې، د مسافرو موټر له مزاره کابل او ټيلر له کابله باميانو ته روان وو چې، پل مټک سيمې سره ټکر شول.
د ښاغلي پرديس له قوله د ټيلر دوه کسان مړه او د ۳۰۴ پنځلس کسان ژوبل شوي او يو پکې مړ دی.
ويل کيږي چې، زخميان او مړي د چاريکارو ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د چاريکارو د روغتون چارواکي وايي چې، د پنځو ټپيان روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x