بل کمال نلرم / سید الهام

سید الهام

دا مې کمال دی چې کمال راته کمال برېښي
بل کمال نه لرم، پيکه مې راته حال برېښي

پرته له خدایه بل له هیچا څه امید نلرم
پرته له خدایه توکل راته محال برېښي

د حقیقي مینې شېبه راته آن کال برېښي
مجازي مینه سراسر راته جنجال برېښي

د رب رضا وړي او سکون د سترګو رپ کې وژني
دغه قاتل راته له ورایه حرام مال برېښي

نه مې ظالم خوښ دی، نه ظلم، نه بې صبره مظلوم
د ظلم څرک راته د هر ظالم زوال برېښي

خپل شعر لیکه ! ضرور ندی چې منلی دي وي
الهامه! غل شاعر کټ مټ راته دجال برېښي

2017/12/4



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.