
اسرايیلي پوځیان له مسجد الاقصی نه په شا شول
تېره ورځ د مسجد الاقصی په لمونځ غاړو د اسراييلي عسکرو برید ګڼ شمېر لمونځ غاړي ټپیان کړل. د روسيې الیوم خبري چینل د خبر له مخې اسراييلي ځواکونه د لمونځ غاړو له زورور ډبرین غبرګون وروسته په شا شول.
د اسلامي نړۍ په دې سپېڅلي مرکز کې د اسراييلي عسکرو له خوا د غږیزو بمونو، اوښکې بهوونکي ګاز او مرميو نه په ګټې برید کړی دی، چې ګڼ شمېر لمونځ غاړي يې تپیان کړي دي.
اسراييلي ځواکونه د لمونځ غاړو له کلک غبرګون سره مخ شول، چې د ډبرو په ګوزارونو کې یو اسراييلي عسکر ټپي شوی دی.
اسراييلي ځواکونو تېره ورځ یهودي سیلانیانو ته اجازه ورکړه چې له مسجد الاقصی نه لیدنه وکړي، فلسطیني مسلمانانو خپل غبرګون د لاریون په شکل وښود، چې په پایله کې يې اخ وډب رامنځ ته شو.