افغانستان

روزګان: یوه نرسه خپل خاوند وژلې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د رزوګان مرکز ترینکوټ کې یو سړي خپله مېرمن وژلې ده او د پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

د ترینکوټ د لومړۍ امنیتي حوزې امر سمونوال دلاغا وايي، پېښه نن غرمه مهال د لومړۍ حوزې په اړوند سیمه کې شوې ده.

د ده په خبره، وژل شوې مېرمنې مخکې د ترینکوټ په ملکي روغتون کې دنده ترسره کوله او څو میاشتې مخکې یې دنده پرېښې وه.

د ترینکوټ د لومړۍ حوزې امر وايي، د نرسې خاوند د خپلې مېرمنې مرۍ پرې کړې او له خپلو درېیو ماشومانو سره له سیمې تښتېدلی دی.

تراوسه د دې وژنې علت نه دی په ډاګه شوی؛ خو داسې ډېرې پېښې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کېږي.

په تېرو څو میاشتو کې په رزوګان کې دا پنځمه پېښه ده، چې په مرموز ډول ورته وژنې ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x