افغانستان

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني نن مازدیګر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سفر د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزا یوف په رسمي بلنه شوی دی.

ټاکل شوې ده، چې د دغه سفر پر مهال به ولسمشر غني د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله اریپوف، ولسمشر شوکت میرزا یوف او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د افغانستان ـ ازبکستان د اړیکو پر پراختیا او همکاریو به خبرې اترې وکړي.

د دغه سفر پر مهال به دواړه ولسمشران اووه هوکړه لیکونه په امنیتي، ځمکني او هوايي ترانزیټ، اقتصاد او سوداګرۍ، لوړه زده کړو، انرژۍ او کرنې په برخو کې به  هم لاسلیک کړي.

ولسمشر غني سبا ته ازبکستان ته ځي

ولسمشر غني به د دغه سفر پر مهال د بخارا پوهنتون محصلینو ته وینا هم وکړي.

د ولسمشر غني سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم ملتیا کوي.

ازبکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی، چې اوسمهال د کابل او شمالي ولایتونو څخه ډېره برخه هم د دې هېواد څخه را وارد شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x