افغانستان

ننګرهار: طالبان وايي په سپین غر کې يې د پرونۍ جګړې په پایله کې د اربکیانو درې مرکزونه نيولي دي

پرون له غرمې وروسته د شپې تر اوو بجو د ننګرهار په سپین غر کې جګړه روانه وه،  چې د طالبانو په قول د اربکیانو درې مرکزونه يې له منځه وړي دي. یاده جګړه چې د سپین غر په شډل سیمه کې پېښه شوې ده، د طالبانو په قول په سیمه کې يې ټول اربکیان له منځه وړي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي: (سیمه ایز مجاهدين وايی چې په جګړه کې يې 5 موټر سوزولي، ګڼ اربکيان يې وژلي او ټپیان کړي او په دې سربېره يې 4 تنه ژوندي نيولي دي.خبر ښيي مجاهدينو په مرکزونو کې 4 رينجر موټر او يو ګڼ شمېر وسلې او مهمات غنيمت کړي او خوندي ځای ته يې انتقال کړي دي.)
د طالبانو دخبر له مخې په جګړه کې يې یو تن ملګری له منځه تللی، په یاده جګړه کې چې د سپین غر په شډل سیمه کې پېښه شوې، دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي، چې طالبان يې عاملین اربکیان بولي.
تېره ورځ د دې جګړې اړوند دولتي رسنیو خبرونه خپاره کړل چې د ا جګړه د طالبانو خپل منځي جګړه ده، مګر د طالبانو ویاند په يوه خبرپاڼه کې دغسې راپورونه ردکړل.

یاده دې وي چې تېره ورځ د رسنیو له خوا د ننګرهار لپاره دطالبانو د والي دنیول کېدو راپورونه خپاره شول،چې ویل کېدل د پکتیا په زرمت کې نیول شوی دی. مګر طالبانو د والي نيول کېدل کلک رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x