نړۍ

اسلام اباد: د طالبانو لخوا د اوربند د ختمولو وروسته امنيتي ځواکونو ته د تيارسئ امر شوی

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو لخوا حکومت سره د اوربند پای ته رسولو وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پلازمينه اسلام اباد او څلور واړو ايالتونو کې امنيتي ځواکونو ته د تيارسئ امر کړی دی.
دکورنيو چارو وزارت د اسلام اباد کمشنر، د پوليسو عمومي قومندان د څلورو واړو ايالتونو چارواکو او امنيتي ځواکونو ته ويلي چې، د مهمو کسانو، دولتي ودانيو او عامه ځايونو کلکه څارنه دې پيل کړي؛ تر څو د چاودنو او وسلوالو بريدونو مخه ونيول شي.
خبر پاڼه کې راغلي چې، امنيتي کړۍ دې د مهمو چارواکو د تګ راتګ او سفرونو مهال ويش خوندي ساتي، تر څو د طالبانو لاس ته ورنشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x