امريکا: شپږ کلن ماشوم د «الله» په ويلو زنداني شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امريکا په يوې ابتدايي ښوونځي کې شپږ کلن مسلمان ماشوم چې ذهني ناروغي يې هم درلودله د «الله» په ويلو باندې پوليسو ته په لاس ورکړل شوی.

د رسنيو د راپورونو له مخې د امريکا د ټيکساس ايالت د معذورو ماشومانو په يو ښوونځي کې دغه پيښه رامنځته شوې.

د ښوونځي مسوولين وايي: د محمد سلمان په نامه دغه زده کوونکی چې د الله جل جلاله نوم يې په لوړ غږ ويلی روغ دی ، د ټولګي نورو زده کوونکو هم دغه غږ اورېدلی.

بل لور ته د محمد سلمان پلار ويلي دي چې زوی يې په اعصابي ناروغۍ اخته دی او هغه د ذهني ناروغۍ له امله د خبرو کولو څخه عاجز دی، خو د ښوونځي مسوولينو يې زوی ترهګر ګڼلی او پوليسو ته يې په لاس ورکړی.

پولیسو ته د ماشوم سپارل د بشري حقوقو خلاف کار بلل شوی.

د محمد سلمان پلار «مهر» ويلي دي چې دغه ډول سلوک له ماشومانو سره امتيازي دي، همدا راز په امريکا کې د ماشومانو يوې ټولنې هم ددې پيښې په اړه د پلټنو خبر ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې په امريکا کې تر دې وړاندې هم د مسلمانانو په جوماتونو او عبادت ځايونو کې په مسلمانانو بنديزونه لګول شوي ، په عبادت کولو کې يې ورته ستونزې ايجاد شوي دي، چې اوس هم ځينې وخت نشي کولای چې په ازادانه توګه خپل عبادتونه او مذهبي مراسم ترسره کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل ساحل
میلمه
اجمل ساحل

دا د بیزو له نسله انسانان کله اسلام زغملی شي،هسي زموږپه هیوادکې ځیني چمچه پاکان ګوډاګیان ورته خوښ دي ، والله که دي دالله نوم ته پریږدي چې وس یې درباندي ورسیږي ، ای ناپوهانو راپورته شئ اودیرغلګرو اوکفارو مقابلې ته ،کنه وي والله به سبا زموږ او ستاسو شپږ میاشتني ماشومان هم دالله په نوم یادولوسره زنداني کیږي