افغانستان

د ولسي جرګې ځینې غړي: ډېر غیرحاضر شوي وکیلان دې عزل شي

د ولسي جرګې ځینې غړیو په دې اعتراض وکړ، او ويې ویل، چې هغه غړي چې په تېرو دریو میاشتو کې کې یو ځل هم نه دي حاضر شوي باید عزل شي.په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست ټینګار وویل، چې د ولسي جرګې ځینې غړي دلته معاش اخلي مګر حاضرېږي نه، خپل شخصي کارونه کوي.

د کندوز دخلکو استازي عبدالودود پیمان هم وویل چې په جرګه کې ځينې داسې غړي شته، چې په درې میاشتې کې یوځل هم غونډو ته نه دي راغلي، باید دولسي جرګې غړیتوب له لاسه ورکړي.
یاده دې وي چې ولسي جرګه دوه سوه نهه څلویښت غړي لري، چې په تېرو دریو میاشتو کې يې ځینو غړی یوه ورځ هم نه دي حاضري شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x