نظــر

جیمس مټیس به بیا کابل ته راشي ؟!

شاهد (غزنیوال)

خبر دی چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمس مټیس یوځل بیا د ټرمپ د جنګي ستراتیژی د تطبیق د لارو چارو لپاره اسلام اباد ته په یوه بيړني سفر رسیدلی دی.

نوموړی د تیر سپتمبر په میاشت کې هغه مهال چې تازه ولس مشر ټرمپ د افغانستان او سویلي آسیا لپاره خپله جنګي ستراتیژي اعلان کړې وه د ناټو تړون د عمومي سرمنشي ستولتنبرګ په ملتیا د هند او افغانستان دوره وکړه.

نوي ډیلې ته د رسیدو په مهال یې کوښښ کاوه ترڅو هندي چاراکي هم لکه ځان په افغانستان کې ښکیل کړي، خو هغوی تش په هنري تشریفاتو له ځانه ځواب افغانستان ته رارخصت کړ چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په رارسیدو سره یې طالبانو فوق العاده تود استقبال وکړ.

داسې استقبال چې ښايي تر اوسه د نړۍ په هیڅ هیواد کې هم کوم بل پوځي چارواکی په داسي ګرم استقبال سره نه وي استقبال شوی.

د کابل نړیوال هوايي ډګرته د امریکا او ناټو د دغو دوو ترټولو لوړ پوړو پوځي چارواکو په رارسیدو سره طالبانو پر هغوی په شمار۵۰ توغندي ور و توغول چې د هوايي ډګر د ترمینل په خواو شا کې ډیر نیږدي ورته ولګیدل.

پر ښاغلیو مټیس او ستولتنبرګ باندې د طالبانو دې توغندويي برید له نوموړو څخه ټولې هغه ژمنې هیرې کړې کومې چې یې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډ حکومت له چارواکو سره کړې وي.

د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې د ناټو وروستۍ سرمشریزې چې خپله ولسمشر ټرمپ هم ورکې ګډون درلود پریکړه کړې وه چې د ناټو غړی هیوادونه به د امریکايي سرتیرو ترڅنګ خپل اضافي سرتیري هم افغانستان ته لیږي.

په ارګ ماڼۍ کې له ښاغلی غني سره د ګډ مطبوعاتي کانفرانس په مهال هم مټیس او ینس دواړه ډیرترهیدلي ښکاریدل ، داسې چې ښايي له کابله تر وتلو وروسته یې افغانستان ته د بیا راګرځیدو فکر مادام العُمرله ذهنه غورځولی وي.

ریکس ټیلرسن لومړنی امریکايي چارواکی دی چې افغانستان ته د راتګ په مهال یې د مټیس او ینس له ترهیدلې برخلیکه عبرت واخیست او کابل ته د راتګ په مهال یې خپل ټول فرمایشات د خبریالانو له عدسیو پټ د بګرام پوځي اډې ته د غین وعین په احضارولو سره هغوی ته په غوږ کې وویل او ترڅو چې طالبان ورخبریدل ده وختی لا له بګرامه هم پښې سپکې کړې وې…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

سگ دیوانه امریکایی جیمس متیس آنقدر دیوانه مانند غلام بچه دست نشانده متفکر (قغ فغ) کواسه بهرام جت جاسوس انگلیس در ۱۸۷۸ احمق نیست که دو باره به کابل بیاید و هم اگر بیاید در زیر زمینی پایگاه نظامی بگرام با غلام بچه های اجیر اراذل شان ملاقات خواهد کرد ووووو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x