ورزش

کرکټ: د افغانستان او ایرلینډ تر منځ یو ورځنۍ لوبه سبا پیل کیږي

نن ټکی آسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او ایرلینډ تر منځ ددریو نړیوالو یو ورځینیو لوبو لړۍ به سبا د شارجه په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پیلیږي.

د یادو لوبډلو تر منځ درې یو ورځینۍ نړیوالې لوبې به د دیسمبر په پنځمه، اومه او لسمه نیټه تر سره کیږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او آیرلینډ د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو نه وروسته په نړیوالو لوبو کې مخامخ کیږي.

د آیرلینډ لوبډلمشر څرګنده کړه چې له افغانستان سره مخکې له بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لوبې اسانه نه وې، او همدارنګه وروسته له غړیتوب ترلاسه کولو دا لوبې به هم خورا خوندورې وي.

له بل پلوه د افغانستان لوبډلمشر اصغر ستانکزي د خپلو لوبغاړو د پیاوړتیا په پار وویل چې له آیرلینډ سره لوبې له پخوا دلچسپې وې، خو له بشپړ غړیتوب وروسته به یې خوند زیات او لوبې سختې وي.

سبانۍ لوبه به د افغانستان په وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې په شارجه نړیوال لوبغالي کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې متحده عربي اماراتو ځینو افغاني لوبغاړو ته تر دې دمه د ورتګ ویزې نه دي ورکړي او کرکټ بورډ هم په دې اړه کوم وضاحت نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x