نړۍ

ټرمپ قدس شریف ته د سفارت د انتقال پرېکړه وځنډوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه وځنډوله چې له مخې يې په اسرائیلي «دولت» کې د امریکا سفارت قدس شریف ته انتقالیږي او دغه ښار د پلازمینې په توګه په رسمي ډول پيژندل کیږي.

ټاکل شوې وه چې تېره ورځ نوموړی په دې اړه خپل نظر څرګند کړي خو د سپيني ماڼۍ ویاند هوګان ګیدلي رسنیو ته وویل چې ولسمشر په دې اړه تر اوسه نهايي پرېکړه نه ده کړې او په راتلونکو څو ورځو کې به وشي.

باید وویل شي چې اسرائیل خپل د هیواد پلازمینه د تل ابیب پر ځای قدس شریف بولي او د امریکا څخه په مکرر ډول غواړي چې سفارت دي دغه ښار ته انتقال کړي. خو فلسطینیان او عربي هیوادونه یې په کلکه مخالفت کوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې د یهودانو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره وعده کړې وه چې خپل سفارت به قدس شریف ته انتقالوي او څه موده تر مخه د ولسمشر مرستیال مایک پنس یو ځل بیا دغه وعده تکرار کړې وه او د یهودانو په یوه غونډه کې ویلي وه چې ولسمشر د سفارت پر انتقال جدي دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا حکومت په رسمي ډول د اسرائیل پلازمینه د مسلمانانو لومړۍ قبله «قدس شریف» بولي، ځکه چې کانګریس په کال ۱۹۹۵ کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د امریکا حکومت باندي لازمه کړه چې باید قدس شریف د اسرائیل پلازمینه وبولي او سفارت ورته انتقال کړي، خو په دغه قانون کې ولسمشر ته دا اجازه ورکول شوي چې وخت او حالاتو ته په کتو سره هر شپږ میاشتې وروسته قدس شریف ته د سفارت پر انتقال نظر ورکړي چې ایا دا کار باید اوس تر سره شي او که وځنډول شي، چې له هغه راهیسي يې د امریکا ولسمشران د حالاتو د ناسمتوب په پلمه ځنډوي چې همدا کار شپږ میاشتې تر مخه د امریکا ولسمشر ټرمپ هم وکړ.

د شپږو میاشتو د مودې پوره کېدو وروسته ټرمپ یو ځل بیا اړ دی چې په دې اړه خپله نوې پرېکړه وکړي، چې نوموړي د یو څو ورځو لپاره ځنډولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x