نړۍ

عمان: د خليجي هيوادونو تر منځ شخړې پای ته رسيدلي

نن ټکی اسيا: د عمان د بهرنيو چارو وزير يوسف بن علاوي بن عبدالله ويلي چې، دقطر هيواد له خپلو نورو خليجي حکومتونو سره شخړې پای ته رسيدلي.
يوسف بن عبدالله له سعودي عربستان څخه خپريدونکې “الحيات” ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې و ويل چې، د خليجي حکومتونو تر منځ ستونزې د همدې حکومتونو د چارواکو په زيار او منډو ترړو له منځه لاړې او هيڅ درېيم ګړي او مرکچي ته پکې د مداخلې او لاسوهنې اجازه ورنکړای شوه.
د عمان د بهرنيو چارو وزير زياته چې، د وروڼو تر منځ هم شخړې راځي، ولې اوس دا شخړې او اختلافات ټولو هير کړي او د ورورۍ په چاپيريال کې خپلو اړيکو ته دوام ورکوو.
د يادونې وړ ده چې، عمان او کويت د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او بحرين تر منځ د سولې هلې ځلې وکړې چې، دوی هم د خليج د همکارو هيوادونو د اتحاديې غړي دي.
سعودي، اماراتو او بحرين له قطر څخه خپل سفيران ورغوښتي وو. دې هيوادونو هغه مهال دا کار وکړ چې، قطر په مصر کې د کودتا په نتيجه کې رانسکور شوي محمد مرسي او نورو اسلامپالو ملاتړ وکړ.
دغو درې هيوادونو پدې اړه غبرګون کې و ويل چې، قطر د خليجي همکارو هيوادونو له تفاهم او امنيتي پريکړه څخه سرغړونه کړې او بايد خپل سفارتي اړيکې ورسره پرې کړي.
د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي تر منځ په مصر کې د حسني مبارک پر خلاف د ولسي پاڅون له راټوکيدو وروسته سخت اختلافات راغلل؛ ځکه چې، سعودي حسني مبارک خپل مهم ايتلافي ملګری باله او قطر د مصر د ولسي پاڅون او له هغې وروسته د محمد مرسي په مشرۍ کې د ټاکل شوي حکومت ملاتړ کاوه.
سعودي عربستان هغه ځانګړی هيواد وه چې، د مصر د پوځ سرلښکر او دکودتا د رژيم مشر جنرال عبدالفتاح السيسي ته يې ميلياردونه ډالر ورکړل تر څو د مصر منتخب ولسي حکومت يې پرې رانسکور کړ.
له کودتا وروسته په مصر کې په زرګونو بې ګناه انسانان و وژل شول او زرګونو نور بنديان شول چې، د ټولو تر شا د سعودي عربستان، اماراتو او اسراييلو لاس و.
اماراتو او سعودي په خپلو هيوادونو کې هم ګڼ شمېر کسان د اخوانيت او مرسي په پلوۍ زندانيان کړل او اخوان المسلمين يې تروريستي ډله اعلان کړه.
په دغه وخت کې هم قطر واحد خليجي هيواد و چې، د اخوانيانو او مصري ولس ملاتړ ته يې دوام ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x