افغانستان

د ناټو عمومي منشي هم پر طالبانو د وسلې اېښودو غږ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ناټو عمومي منشي هم پر طالبانو غږ کړی، چې په وینا يې جګړه کې به بريالي نه شي نو باید وسله پر ځمکه کېږدي.

ینس سټولنټبرګ په بروکسل کې د ناټو غړو او اورپاويي ټولنې تر منځ د مرستې په اړه جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، طالبان یا باید سوله وکړي یا هم مرګ ته تیار شي.

که څه هم د ناټو عمومي منشي طالبانو ته د ماتې ګواښ وکړ، خو په یاده غونډه کې يې یادونه وکړه، چې د مخالفینو پر ضد باید افغانستان کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.

هغه د خپلو ځواکونو پیاوړتیا د بریا راز بللی او پخپلو خبرو کې ویلي، که پوځي حضور پیاوړی کړو« نو طالبانو او تروریستانو ته به پیغام ورسېږي چې په جګړه کې نشي بریالي کېدلی.»

تېره اوونۍ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جان نېکلسن هم ورته څرګندونې وکړې او پر طالبانو يې غږ يې وکړ چې یا باید مرګ ومني یا هم سولې ته راشي.

په ورته وخت کې پوځي شنونکي وايي، د بهرنیانو له دې تبلیغاتو سره سره طالبانو پرلپسې جګړه ساتلې او ګڼو سیمو کې يې پرمختګونه هم کړي دي.

د دوی په خبره وړاندې تر دې به د ژمي په رارسېدو سره جګړه کمېدله؛ خو اوس په ژمي کې هم طالبان د پوره جګړې وړتیا لري او خپل مقاومت روان ساتي.

که څه هم بهرني ځواکونه له دوی سره یو ځای کېدله سوله تعبیروي، خو ځينې کارپوهان بیا د دوی حضور د سولې پر وړاندې اصلي خنډ بولي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف دوه ورځې وړاندې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د سولې پر وړاندې د بهرنیانو موجودیت تر ټولو لوی خنډ دی.

ضعیف وايي، افغانانو ته د بهرنیانو پوځي حضور په هیڅ صورت د منلو نه دی، د هغوی شمېر مهم نه دی، خو چې یو تن هم وي د جګړې علت بلل کېدای شي.

د ناټو عمومي منشي د څرګندونو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو هغوی عموماً د داسې دریځونو پر وړاندې د بهرنیانو تر ویستلو پورې د جګړې د دوام ټينګار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د ناتو احمق او ایجړا ( همجنسباز ) شیطان مشر په میان خالی لاپو کی ضد او نقیض : وایی چه د ناتو مشر [[ په طالبانو د تسلیمی ږغ وکړو ]] چه تسلیم شی او یا وژل کیږی !!!!!!!!!!!!!! مګر دا خبرداری په کوم زور ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ وروسته وایی [[[ که فوځی حضور پیاوړی کړو مونږ بریالی یو یعنی اوس یی فوځ پیاوړی نه دی نو بیا د څه لاپی کوی ؟ د ده خبره هغه کمزوری او مات شوی پهلوان ته ورته دی چه له ماتی وروسته د بریالیتوب شعارونه داسی زمزمه کوی که زه پیاوړی شوم زه بریالی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x