افغانستان

پکتیا: زرمت پر دوو جغرافيوي واحدونو ووېشل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): پکتیا کې د زرمت ولسوالۍ پر دوو جغرافيوي واحدونو ووېشل شوه او یوه بله غیر رسمي ولسوالۍ رسمي شوه.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، سیمه‌ییزو ارګانونو ورسره هغه طرحه منلې چې له مخې يې زرمت پخپله د زرمت په نوم او روحاني بابا په نوم پر دوو ولسوالیو وېشل شوه.

حسرت وايي، همدارنګه د ګردې څېړۍ غیر رسمي ولسوالۍ هم رسمي وبلل شوه او چارې يې به يې ژر بشپړې شي.

د پکتیا په مرکز کې پر امنیه قومندانۍ له برید وروسته، له قربانیانو سره د خواخوږۍ په پلمه ولسمشر غني ژمنه وکړه، چې څلوېښت ورځې کې به ګردیز ته برېښنا رسوي، زرمت به پر دوو ولسواليو وېشي، د مچلغو بند به جوړوي، پکتیا به لومړۍ درجې ولایت ته لوړوي او د ګردیز – زرمت ولسوالۍ سړک به جوړي.

که څه هم ټاکلی وخت تېر شوی، خو له یادو ژمنو يې د زرمت د وېش ژمنه عملي شوه.

تېره ورځ د پکتیا قومي مشرانو ولسمشر ملامت بللی و، چې د وخت په پوره کېدو سره سره بیا هم په ژمنو کې پاتې راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x