افغانستان

ميدان وردګ: سيد اباد کې ۷ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، پرون چهار شنبه سهار نهه بجې د دوی ملګرو د ميدان وردګ ولايت په سيدا اباد ولسوالۍ کې د عامه نظم د پوليسو پر موټر بريد کړی چې، نتيجه کې ۷ پوليس وژل شوي او اسناد يې د دوی ملګرو ځان سره وړي دي.

بل پلو د ميدان ورګ ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې، د عامه نظم پوليس په يو موټر کې روان وو چې، د سيد اباد اونخی سيمې سره پرې طالبانو وسلوال بريد وکړ، څلور پوليس پکې و وژل شول او يو يې په تيښته بريالی شو.

خوږياڼی وايي چې، د دوی د معلوماتو له مخې په دغو پوليسانو کې يې يو تن طالبانو سره اړيکه درلوده، ولې دوی اوس هم په دې اړه پلټنې کوي چې، پايلې به يې وروسته څرګندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x