افغانستان

کندهار : د ارغنداب ولسوالۍ اداري مدير په نښه شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اداري مدير نن سهار د يو غلچکي بريد په ترڅ کې وژل شوی.

عيني شاهدان وايي غلچکي بريد کوونکو د ارغنداب ولسوالۍ اداري مدير حاجي محمد يوسف په ډزو وژلی.

پېښه سهار مهال شاوخوا ۹ نيمي بجې په دريمه امنيتي حوزه کې رويال هوټل ته څېرمه را منځته شوې.

د بريد مسؤليت لا چا نه دی منلی.

د یادوني ده چې درې ورځي وړاندي د کندهار ښار اړوند د دوهمي امنيتي حوزې په يخ کارېز سيمه کې سید یعقوب بابا زيارت ته څېرمه د قومندان ناني پر رېنجر موټر هم غلچکي بريد کوونکو چاودنه وکړه.

د دوهمي ناحيې اوسېدونکو هغه مهال نن ټکي اسيا ته د قومندان ناني ژوبلېدا منلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x