
بامیان: دوه لوړپوړي ځايي چارواکي پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور ونیول شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بامیانو ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت دوو لوړپوړو چارواکو له شراب څښلو وروسته پرې یوې شل کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.
د بامیانو د امنیه قومندانۍ جنايي مدیر سمونمل جلیل واثق رسنیو ته ويلی، د امنیه قومندانۍ امنیت د امر مرستیال علي نجفي او د ملي امنیت کارکوونکی بهمن چې د اردو د ههمغږۍ دنده هم پر غاړه لري، له تېري وروسته له دوی سره زندانيان دي.
د سرچينې په قول دواړو چارواکو له شراب څښلو وروسته پر شل کلنې بیدار بخت جنسي تېری کړی او د مرګ ګواښ يې ورته کړی دی.
بیدار بخت وايي، علي جعفري ورته ګواښ وکړ، چې که د ده په اړه رښتیا ووايي، نو له يوې اوونۍ وروسته له زندانه خوشي کېږي او دا به په ډزو ووژني.
هغې رسنیو ته وویل: « ماته علی جعفری چې په علی کک مشهور دی، ګواښ وکړ، چې باید خپل نوم مرضیه او د پلار نوم خدا داد یاد کړم، که داسې ونه کړم، نو هغه ویل، له یوې اوونۍ زندانه ورسته به راشم او په مرمیو به دې سورۍ – سورۍ کړم.»
بامیانو کې د بشري حقونو او مدني فعالانو دا کار د ګډ حکومت لپاره لوی شرم بللی او پر حکومت يې غږ کړی، چې دواړه کسان دې محاکمه کړي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې د هوايي ځواکونو د سرطبیب غلام رسول د جنسي تېري د ویډيو له خپرېدو وروسته هغه قضیه هم نامعلومو برخلیک لري.
که څه هم ملي دفاع وزارت يې د څېړلو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه يې معلومات رسنیز شوي نه دي.
په بامیانو کې تر دې پېښې وړاندې، د فاریاب د یو قومندان هغه ویډيو رسنیزه شوه، چې له خپل «هلک» نه پکې مچکې اخلي.
د شنونکو په باور دا ډول پرلپسې قضيې په ولس کې د حکومت اخلاقي موقف نور هم را ټیټولی شي.