افغانستان

يوناما: هوايي بريدونو کې ملکي مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما وايي، په افغانستان کې د زياتېدونکو هوايي بريدونو او بمباريو له کبله د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې ده.

د يوناما په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي، د روان ۲۰۱۷م کال له پيله تر سپتمبر مياشت پورې د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۰۵ ملکي کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان دي.

راپور زياتوي، که همدغه موده د تېر کال د ملکي مرګ ژوبلې سره پرتله شي نو ۵۲ سلنه زياتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو يوناما ادارې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ۵۴ ملکي کسانو وژل کېدل بهرنيو ځواکونو ته منسوب کړي، چې په عملياتو او هوايي بريدونو کې وژل شوي، همدا راز وايي ۲۰ تنه نور د افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي.

راپور ليکي: د ۲۰۱۷ کال له پيل راهيسې د سپتمبر مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې ټول ۲۶۴۰ تنه ملکيان وژل شوي او ۵۳۷۹ تنه نور ټپيان دي.

په راپور کې، ۲۰ سلنه ملکي مرګ ژوبله افغان ځواکونو ته منسوب شوې او ۶۴ سلنه يې مخالفينو ته، او زياتوي چې يواځې ۵۴ تنه ملکيان د بهرنيو ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې وژل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې “سي ای پي جي” ويلي و، چې يواځې په تېره مياشت کې د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې ۱۰۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپيان دي.

دراپور له مخي په اکتوبر مياشت کې بيا د ملکيانو د وژل کېدو پېښې له دې هم زياتې شوي چې نژدې تر ۲۰۰ پورې ملکيان وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپيان دي.

د يوه ځانګړي راپور پر بنسټ چې د ازادۍ راډيو، بي بي سي، افغان اسلامي اژانس او نورو رسنيو څخه را اخيستل شوی يوازې په تېره نومبر مياشت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې ۱۳۹ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې او زیات شمېر نور يې له ځان سره بنديان وړي.

د ټرمپ د نوې تګلاره له اعلان وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې درې چنده زياتوالی راغلی، چې ډیر وخت پکې ملکي کسان په نښه او مرګ ژوبله ور اوړي.

د بهرنيو ځواکونو د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ، د دوی له لوري يوازې په تېره اګست مياشت کې ۷۵۱ هوايي بريدونه شوي، چې د تېرو اوو کلونو په پرتله بې بېلګې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x