شعـــــرونه

مرګ مي دي يوسي

مرګ  مي  دي  يوسي  چي  په  حقه  لار  به   يون  نه كوم
مرګ  مي  دي  يوسي چي  له خدايه  به  مي ډار نه كيږي

مرګ  مي  دي يو سي چي مظلوم باندي به نه رحمېږم
مرګ مي  دي  يوسي  چي و زړه  ته  به  مي لار نه كيږي

مرګ  مي  دي  يوسي  چي غليم  به  كوم  ډګر  وړي رانه
مر ګ  مي  دي يو سي  چي   سنګر كي  رانه  څار  نه كيږي

مرګ  مي  دي  يو سي چي قلم به مي شيطان  ته كار كړي
مرګ  مي  دي  يو سي  چي  به  دين  ته  رانه  كار نه كيږي

مرګ  مي  دي يوسي چي الهام !  به  وي  پر ما سترټيټى
مرګ  مي  دي  يوسي  چي ګناه  ته  به  مي  شمار ه كيږي   
2014/04/17

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x